Homeخبرونهمحمود خان له ملا برادر څخه د لویې جرګې غوښتنه وکړه

محمود خان له ملا برادر څخه د لویې جرګې غوښتنه وکړه

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) د پښتونخوا د عوامي ملي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو او په خاص ډول د دوی له یوه منځلاري مشر ملا برادر څخه غوښتي، چې د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړي.

اڅکزي دغه راز ويلي، چې لویه جرګه دې په افغانستان کې د ټولو لوریو په ګډون د یوه پراخ بنسټه نظام جوړیدو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې لویدیځ او په ټوله کې بهرنیان د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي او نه بايد د دې غوښتنې د عملي کیدو لپاره فرصتونه په لاس ورکړل شي.

اڅکزي همدا شان له طالبانو غوښتي، چې ملي بیرغ ته درناوی وکړي او د خپل تنظيمي بیرغ تر څنګ ترې د هېواد د ملي بیرغ په توګه ګټه واخلي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی نه ورته غوښتنې ډېرې شوي، خو طالبانو لا ټول ګډونه نظام جوړیدو او د واک د ټاکلو د سرچینو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

پرون د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش داود اوغلو هم په بيا ځلي ډول ترکيې ته د طالبانو بللی لوړ پوړی پلاوی وهڅاوه، چې هم ښځينه وو ته د کار او زده کړو تلف کړی حق بيا ورکړي او هم د ټول ګډونه نظام جوړیدو ته غاړه کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...