یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان امنيت ساتونکی؛ طالب داخله وزير د امنيتي ګواښونو له وېرې...

د افغانستان امنيت ساتونکی؛ طالب داخله وزير د امنيتي ګواښونو له وېرې پټ دی

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه)د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستی مني، چې وزیر یې سراج الدين حقاني د امنيتي ګواښونو له کبله نه را څرګندیږي.

نوموړي له افغانستان اينټرنشنال ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې حقاني د امنيتي ګواښونو له کبله ځان نه څرګندوي.

په افغانستان او ټوله نړۍ کې د کورنيو چارو وزيران معمولا د خپل ټول هېواد امنيتي مسوليت پر غاړه لري.

سراج الدين حقاني، چې د طالبانو تر چتر لاندې د حقاني شبکې مشر دی، د متحده ايالاتو په تور لیست کې یې نوم درج دی.

هغه تر هغې وروسته، چې کابل يې ونیوه او د طالبانو د کورنيو چارو وزير شو، متحده ايالاتو يې د وژلو او نيولو په اړه خپله جايزه دوه چنده او ۱۰ ميليونه ډالرو ته لوړه کړه.

د سراج الدين حقاني تر څنګ د طالبانو د سرپرستې کابينې ۱۶ نور غړي هم د نړيوالې ټولنې په تور ليست کې شامل دي، چې دا ښايي له دې اړخه يو نړيوال ريکارډ وي.

متحده ايالاتو ويلي، چې په افغانستان کې اوس هم د هوا له لارې وضعيت څاري او د اړتيا په صورت کې به د طالبانو له همغږۍ پرته ترهګر عناصر په نښه کړي.

دغه هېواد د حقاني شبکه له القاعدې ډلې سره هم په اړيکو تورنوي، خو د سراج الدين حقاني وياند دا تور بې بنسټه ګڼي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير تر اوسه يوازې يو نېم پوښل شوی نشر شوی عکس لري.

د هغه په اړه معلومه نه ده، چې چېرته وي او کارونه يې خپله که بل څوک سمبالوي.

خلکو ته د خپلو ښيګڼو په بيانولو کې د طالبانو لومړنۍ او تر ټولو قوي خبره تر اوسه دا وه، چې د فقر او بشري ناورين تر څنګ يې هېواد ته امنيت راوستی، خو په وروستيو کې له مختلفو ولايتونو څخه د وژنو خبرونه ډېر شوي.

د‌ دې ترڅنګ د طالبانو د کورنيو چارو د وزير امنيتي وېره او نادرکي له هغو پوښتنو څخه ده، چې په وروستيو کې ډېره مطرح کيږي او طالب منتقدین پرې دا ډله ننګوي‌.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو اميرالمومنين ملا هیبت الله هم تر اوسه په عام محضر او رسنيو کې لیدل شوی نه دی او دليل يې امنيتي ګواښونه ګڼل شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا طالب او تنظیمونه مضر مکروبونه د افغان ملت د وژنی لپاره تربیه شوی دی دا خبیثان لکه د قاتلو تنظیمونو خبیثانو په شان اجنبیانو د خپلو شومو هدفونو لپاره محکم په غیږو کښی نیولی دی دا د افغان ملت دوښمنان به د اصیلو افغانانو له خوا له مینځه ځی !!!!!

    دا ټول بحران د قاتلو کمونیستانو له خوا رامینځ ته شوۍ دی ، د افغانستان ملت ددی مضرو تربیه شوو غلامانو له خوا دا ۵۲ کاله د تباهی سره مخامخ دی او افغان ملت پدی غمناکه موده کښی د چپیوو او راستیوو غلامانو وحشتونه ولیدل او دی مضرو مکروبونو د افغانستان تمامیت او استقلال په سوالیی کښی اچولۍ دی او دافغان ملت په عام قتل باندی لګیا وو او دی او ژوندی ئی په وچه ډوډی پسی سرګردانه کړۍ دی اما دا ملت به په اتحاد سره یوه ورځ خپل غږ راپورته کړی تر څو ددی قاتلو تنظیمونو ، قاتلو کمونیستانو او خیټورو نجسو قاتلو طالبو ږیرو څخه افغان ملت نجات ومومی او د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال تضمین کړۍ شی !!!! دا ورځ راتلوونکی دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب