یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان او ترکيه د پرونيو خبرو د اجنډا په اړه ضد و...

طالبان او ترکيه د پرونيو خبرو د اجنډا په اړه ضد و نقيض غږيدلي

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) د ترکیې بهرنيو چارو وزارت له طالبانو څخه د دغه هېواد پرونۍ غوښتنې يو ځل بيا تکرار کړې.

د وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي، چې ښځينه وو ته د زده کړو او کار حق ورکول او د ټول شموله نظام جوړيدل یې طالب پلاوي نه عمده غوښتنې وې.

له دغه پلاوي سره پرون ناوخته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ له ورغلي پلاوي څخه کړي دي.

د طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی له ترکیې سره افغانستان ته د بشري مرستو د استولو، د دوه اړخيزو پروازونو د پیل او ديپلوماتيکو اړيکو په اړه خبرې وکړې.

طالبان ډېر ځله د بهرنيو لوريو سره د خپلو ليدنو کتنو په اړه همداسې خبرې کوي، خو مقابل لوري بیا د مذاکراتو ټکي نور يادوي.

ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ د طالبانو يو پلاوی د روسیې پلازمېنې مسکو ته هم سفر وکړي او پر ځينو موضوعاتو له دغه هېواد سره وغږيږي.

ويل کيږي، چې د روسیې ناسته کې د ۱۰ نورو هېوادونو استازي هم برخه اخلي، خو د دغو هېوادونو نومونه په ډاګه شوي نه دي‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب