Homeخبرونهامریکا وايي، نور له افغانستانه د پوځ له لوري د خلکو د...

امریکا وايي، نور له افغانستانه د پوځ له لوري د خلکو د ایستلو پلان نه لري

تاند (جمعه، د میزان ۲۳مه) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې نور له افغانستانه د پوځ په مشرۍ د کسانو د ایستلو هیڅ پلان نه لري خو په دې کار کوي چې اوسنۍ چارتر الوتنې زیاتې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټید پرایس خبریالانو ته وویل «دا نظر چې موږ د اګست تر یودېرشمې د مخکې په شان د کسانو د ایستلو الوتنې بیا پیلوو، ناسم دی.»

تر دې مخکې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې نا څرګندې سرچینې په قول ویلي و چې امریکا به د کال تر پای ته رسېدو مخکې د کسانو د ایستلو الوتنې پیل کړي.

پرایس وویل «چارټر الوتنې معمول دي. زموږ هدف دا دی چې دا ډول الوتنې نورې هم عادي او معمول کړو څو ټول امریکایان او د امریکا د دایمي اقامت لرونکي له افغانستانه وباسو.»

له بلې خوا فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې هغه کسان د بندیزونو له لیسته وباسي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې یې د طالبانو په حکومت کې کار کړی دی.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت د ادارې د یوه سند له مخې، چې فاکس نیوز ترلاسه کړی، د امریکا د کورني امنیت وزارت پر هغو ټولو افغانانو بندیز پای ته رسوي چې د طالبانو د تېر حکومت په موده کې یې کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...