یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد غور يو مخکینی سناتور ووژل شو

د غور يو مخکینی سناتور ووژل شو

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د غور يو مخور او په مشرانو جرګه کې د دې ولايت مخکينی سناتور معاون احمد خان نن په يوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

ويل شوي، چې پر هغه نن له غرمې وروسته په دولت يار ولسوالۍ کې بريد شوی او وژل شوی دی.

په ولسي جرګه کې د غور يوه مخکيني استازي د معاون احمد خان د وژل کيدو خبر تاييد کړی دی.

معلومه نه ده، چې هغه چا او ولې وژلی دی؟

د طالبانو له واکمنیدو سره، په مختلفو ولايتونو کې د مخکيني پرځول شوي جمهوري نظام د ورته اراکينو او نورو مخورو څېرو د وژل کيدو خبرونه زيات شوي دي.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي د نورو داسې پېښو دلیل مخکينۍ دښمنۍ ښودلې وې.

ځينې کسان بيا طالبان تورنوي، چې د مخکيني نظام اړوند خلک په مرموز ډول وژني، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب