Homeخبرونهروسيه راتلونکې اونۍ د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه...

روسيه راتلونکې اونۍ د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) روسيې تاييد کړه، چې راتلونکې اونۍ به يې پلازمېنه ماسکو کې د افغانستان په اړه را بللې غونډه ترسره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې رسنيو ته ويلي، چې په دې غونډه کې به د طالبانو يو پلاوی ګډون وکړي.

ويل شوي، چې دغه ناسته به مشورتي بڼه ولري.

 وياندې ماریا زاخارووا نه دي ويلي، چې په دې غونډه کې به د نورو هېوادونو يا افغان لوريو استازي هم ګډون وکړي کنه؟

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

روسيه مخکې هم د افغانستان په اړه د يو شمېر ناستو کوربه توب کړی و، چې طالب او د مخکيني جمهوري نظام استازو پکې ګډون کړی و.

په وروستيو کې مختلف هېوادونه او په خاص ډول روسیه او امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه په سیالۍ سره ښکاري، څو پر طالبانو او د افغانستان پر راتلونکي ډېر اغېز ولري.

همدا اونۍ د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې میرمن وندي شرمن د يوه پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو له يوه پلاوي سره دوه ورځيني مذاکرات وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...