یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسي بي ايس: داعش د طالبانو له خپلو لیکو د دوی خلاف...

سي بي ايس: داعش د طالبانو له خپلو لیکو د دوی خلاف فعالیت پیل کړی

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) سي بي ايس نيوز په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د داعش د خراسان ( افغانستان) څانګې د طالبانو په لیکو کې نفوذ کړی او طالبان له دې اړخه سخت انديښمن دي.

د سرچينې په خبره، طالب مشرانو د دغو انديښنو له کبله امر کړی، چې په لیکو کې يې شته جنګيالي وڅېړل شي او مشکوک کسان ورڅخه وويستل شي.

د دغه راپور په اساس، داعش مشرانو همداسې ستراتيژي غوره کړې، چې د طالبانو خلاف به د دوی له منځه فعاليت کوي.

ويل شوي، چې د طالبانو ډېر سخت دريځه جنګيالي له متحده ايالاتو سره د طالبانو له تړون وروسته له خپلو مشرانو سخت ناراضه دي او د داعش په چوکاټ کې د خپلو سخت دريځو افکارو عملي کیدل ممکن ګڼي.

طالبانو د سي بي ايس نيوز د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه انديښمن نه دي او يوازې د يوه مهاريدونکي مزاحمت په سترګه ورته ګوري.

له دې سره، طالبانو په وروستيو ورځو کې د خپلو لیکو د تصفيې لپاره څو کميسونونه ګومارلي دي.

له زابل ولايت څخه په ځينو راپورونو کې راغلي، چې هلته طالبانو د خپلمنځیو بې باوريو له کبله خپل لسګونه جنګیالي بنديان کړي.

د‌ دې کار اصلي دلیل دا ښودل شوی، چې پر بندي شويو طالبانو له داعش ډلې سره د اړيکو شک موجود و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب