یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان خپلې خاورې ته د افغان کډوالو له ناقانونه ورتلو شکایت وکړ

تاجیکستان خپلې خاورې ته د افغان کډوالو له ناقانونه ورتلو شکایت وکړ

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د تاجیکستان حکومت خپلې خاورې ته له افغانستان څخه د ورتلونکو ناقانونه کډوالو له ورتلو شکایت کړی.

د دغه هېواد د ملي امنیت د دولتي کمېټې رئیس ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته هره ورځ له پينځو سوو تر شپږو سوو پورې افغانان په ناقانونه ډول له افغان پولې د تاجیکستان خاورې ته د را اوښتو هڅه کوي.

سرچینې ویلي، چې تراوسه په تاجیکستان کې په ناقانونه ډول د ځای پرځای شویو افغان کډوالو شمېر تر ۱۵ زرو پورې رسیږي.

هغه په دې برخه کې د خپل هېواد د زیاتو شویو تدابیرو خبر ورکړی او ویلي، چې په دې اړه باید سیمه ییز هېوادونه دقیق شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی او ميليونونه کسان وزګار شوي دي.

طالبانو که څه هم د هېواد دروازې تړلي، خو زرګونه کسان هره ورځ په ناقانونه لارو د ډېرو خطرونو له زغملو سره له هېواده وځي.

دغه وضعيت د افغانستان ګاونډيان له سختو انديښنو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب