یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسيګار: القاعده په نیم افغانستان کې بيا فعاله شوې ده

سيګار: القاعده په نیم افغانستان کې بيا فعاله شوې ده

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) د افغانستان د بيارغونې له بهير څخه د امریکا متحده ایالاتو د څارنې ځانګړې ادارې ( سيګار) په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، القاعدې ډلې په ۱۵ ولايتونو کې خپل فعاليتونه پيل کړي.

سرچينې زياته کړې، چې له طالبانو سره د دې ډلې اړيکې تر پخوا هم ژورې شوي دي.

 سيګار نه دي ويلي،، چې متحده ايالات او متحدین یې باید د دغه وضعيت په غبرګون کې څه وکړي؟

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ډلې مخکې هم په ښکاره له القاعدې ډلې سره اړيکې نه وې رد کړې، خو ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد خلاف نه استعماليږي.

د طالبانو مخکینی رژیم هم ظاهرا په دې دليل د امريکا له لوري نسکور شو، چې متحده ایالاتو ته يې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د اصلي عامل ( اسامه بن لادن) چې د القاعدې ډلې بنسټګر او مشر و، له سپارلو ډډه وکړه.

په وروستيو کې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، افغانستان ته د القاعدې ډلې د یو شمېر مشهورو افغان غړو ستنيدل څرګندوي.

1 COMMENT

  1. سیګار د سي آی اې یوه څانګه او پروژه ده چې د امریکې د ګټو لپاره تبلیغات کوي. دا ټول درواغ او مبالغې کوي. تاند هم په دې کمپاین کې ورسره شریک او اور ته پکې پکي وهي. د طالبانو په هکله به داسې خبر نه وي چې په پای کې یې تاند خپل نېښ و نه وهي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب