شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتاجکستان وايي، احمد مسعود د لنډ وخت لپاره ورغلی و

تاجکستان وايي، احمد مسعود د لنډ وخت لپاره ورغلی و

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۲) وروسته له دې چې ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د  تاجکستان حکومت د افغانستان د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ته ویلي چې ځانونه ډېر ښکاره نه کړي، د تاجکستان د حکومت سرچینو اعلان وکړ چې احمد مسعود د لنډ وخت لپاره دوشنبې ته ورغلی و چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

تاجک سرچینو همداراز وویل چې احمد مسعود وروسته له دې دوشنبې ته ورغی چې د دغه هیواد ولسمشر امام علي رحمان د سپټمبر په ۱۷ مه وویل، هیواد به یې د طالب چارواکو او احمد مسعود په مشرۍ د افغان تاجکانو ترمنځ د خبرواترو کوربه توب وکړي.

د تاجک سرچینو په وینا، احمد مسعود تاجکستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان له سفره درې ورځې وروسته د اکتوبر په شپږمه له پنجشېر څخه دوشنبې ته ورغی چې له طالبانو سره خبرې وکړي خو نوموړی یوازې یوه نیمه ورځ په دوشنبې کې پاتې شو ځکه چې طالبان هماغه راز چې عمران خان ویلي و، دوشنبې ته ورنه غلل.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تاجکستان ولسمشر ته ویلي و چې طالبان به دوشنبې ته ولېږي چې د ملي مقاومت جبهې له مشرانو سره د سولې او ګډ حکومت په اړه خبرې وکړي.

خو له دې جلا تازه راپورونه وايي چې د تاجکستان حکومت د ملي مقاومت جبهې له مشرانو غوښتي چې خولې پټې کړي او ونه ښيي چې په تاجکستان کې اوسی. تاجک چارواکو دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د تاجکستان پولې ته څېرمه انتحاریان ځای پر ځای کړل او تاجکستان ته یې په غیرمستقیم ډول خبرداری ورکړ.

 تاجکستان په داسې حال کې احمد مسعود او امرالله صالح ته ویلي چې په تاجکستان کې د طالبانو پر ضد تبلیغات ونه کړي چې راپورونه وايي چې احمد مسعود د دوشنبې او پاریس ترمنځ تګ راتګ ته دوام ورکوي.

فرانسه له ډېر پخوا څخه د افغانستان له شمال ټلوالې په تېره بیا د مسعود له کورنۍ سره اړیکې پالي.

په پاریس کې څو تنو افغان شنونکو تاند ته وویل چې فرانسه په دغه هیواد کې د یو شمېر ایرانیانو د تبلیغاتو او نفوذ له کبله د افغانستان د شمال ټلوالې ته نژدې شوې ده.

د دوی په وینا، دا ایرانیان، چې د ایران د اسلامي انقلاب له وخته په فرانسه کې اوسي، د دغه هیواد په دولت کې ژور نفوذ لري او له بلې خوا احمدشاه مسعود د جهاد په کلونو کې له خبریالانو په تېره بیا فرانسوي ژورنالیستانو سره ژورې اړیکې جوړې کړې وې. مسعود هماغه وخت لا پوهیده چې رسنۍ څومره اهمیت لري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې له تاجکستان څخه تر ستنېدو وروسته یې افغان طالبانو ته ویلي چې په دوشنبې کې له خپلو مخالفانو سره خبرې وکړي خو طالبان وايي چې د دوشنبې د غونډې په اړه معلومات نه لري. څرګنده نه ده چې عمران خان له چا سره تماس نیولی دی.

که څه هم د تاجکستان چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو مخالفان لا هم د پنجشېر ځینې غرنۍ سیمې په کنټرول کې لري خو تراوسه پورې د پنجشېر په شمول د افغانستان په هیڅ ځای کې د طالبانو پر ضد د مقاومت په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

د داعش انتحاري حملې له دې جلا دي چې د کومې سیمې د کنټرول ښکارندويي نه کوي.

2 COMMENTS

  1. AFGHANS ARE TIRED FROM KILLING EACHOTHERS.
    TAJIK/FRANCE PAKISTAN&IRAN /TURK RUSSIA&AMERICA MUST LEAVE AFGHANS FOR RELAX LIFE.
    AFGHANS HAVE KNOWLEDGE OF LEADERSHIP AND NOT NEED TO OTHERS
    NO MORE CHANCE FOR SOLDOUTS&FOREIGN INTELLEGENTS .
    THANK YOU

  2. د مسعود صفتونه مه کوئ چې د رسنیو په اهمیت پوهېده او دا او هغه. اصلا فرانسویانو له پنجشیریانو سره د قیمتي کاڼو تجارت کاوه او د افغانستان زمرد او نور کاڼي یې تقریبا په وړیا ډول ترلاسه کول، له دې امله هڅه کوي چې تاجکانو او بالخصوص پنجشیریانو ته مستقل هویت ورکړي. بې خونده راپور مو لیکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب