شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته راځي چې طالبانو...

د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته راځي چې طالبانو ته ووايي د ښځو حقونه په اسلام کې شته

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۲مه) د یو شمېر اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران غواړي چې کابل ته لاړ شي او طالبانو ته ووايي چې له تعلیمه د نجونو او ښځو بې برخې کول د اسلامي عقایدو تحریف دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلامي هیوادونو په هغو وزیرانو کې، چې ډېر احتمال شته کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.

ښاغلي اوغلو له اغلې مرسودي سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل «موږ د افغانستان وضعیت له نژدې تعقیبوو. موږ په راتلونکي وخت کې د اسلامي هیوادونو له یو شمېر نورو بهرنیو چارووزیرانو سره کابل ته ځو.»

چاوش اوغلو وویل، ده د اندونیزیا له باندنیو چارو وزیرې اغلې مرسودي سره په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې په دې پلان خبرې وکړې.

د ښاغلي اوغلو په وینا ځینو نورو دوستو هیوادونو دا نظر ډېر خوښ کړ.

ده زیاته کړه «موږ به په راتلونکو ورځو کې دا (سفر) پلان کړو.» دا سفر به د افغانستان لپاره د بشري ملاتړ د ښه کولو لپاره شرط هم کښېږدي.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د جي شل په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د بشري بحران او پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو په اړه د جي شل هیوادونو له لوري د یوې دایمي کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

یو شمېر اسلامي هیوادونه باور لري چې طالبان اسلام په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې تحریفوي او د دوی دا کار نړۍ ته داسلام په اړه منفي پیغام لېږدوي.

له دې جلا د مصر د ازهر شیخ احمد الطیب، بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي په یوه پښتو ټویټ کې، چې غالباً طالبان مخاطب کړي وو، د ښځو پر حقونو ټینګار وکړ، ویې ویل:

2 COMMENTS

  1. TALIB LEADERS MUST OPEN EYES AND SEE IN THE WORLD MANY ISLAMIC COUNTRY.
    EACH COUNTRY NOT LIKE PAKISTAN. IN THE WORLD EXPLAIN ISLAM WITH 21 CENTURY.
    WE HAVE TO COMPARE AND EXPLAIN ISLAM IN THIS TIME OF SCIENCE&TECHNOLOGY.
    WOMENS CAN BE BEST LEADERS IF GET EDUCATION.
    SAUDI ARABI/INDONISIA IS ONE EXAMPLE AND MANY MORE
    BRING SUCCESS TO THE PEOPLES AND STOP FUNESHMENT.
    EVERY THING GO SMOOTH IF JUST CLOSE PAKISTAN&ISI HANDS.
    THANK YOU

  2. د تالب تګ لاره او کړه وړه د اسلام د مقدس دین دبنیادی اساساتو سره په ټکر کی دی.
    تالب د جهالت او تیارو هغه کرغیړنه او منحوسه څیره ده چی یا قصدً او یا په ناپوهۍ سره عام ولس د اسلام نه متنفره کوی او د اسلام د سپیڅلو شعارونونو او سمبولونو تر شا یوازی خپلی ګټی لاس ته راوړی او پردی ارمانونه پوره کوی.

    په هریو پوه او باشعوره مسلمان دا فرض ده چی د تالب د کرغیړنی څیری څخه پرته پورته کړی او ددوۍ اسلام دښمنه او افغان دښمنه کړنلاره خلکو ته روښانه کړی تر څو خلک ددوۍ په اسلامی شعارونو او مقدسو سمبولونو تیر نه وځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب