شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+موم شوي / محمد مصطفی سمون

موم شوي / محمد مصطفی سمون

ژوند د هیلو له کاروانه پاتې، د ذهني او فزیکي تېښتې وېره په زیاتېدو ده. هر فکر موم شوی او د نالیدلي تصور په زانګو کې زانګي، د داسې حالاتو زېرنده دي، چې د تحول سره تړلي؛ خو د راتلونکي لپاره هیڅ د ژوند تضمین نه شته.

موږ ژوند یوازې نفس اېستلو ته وایو، اصل کې د ژوند له ټولو اړخونو بې برخې کېدل دا د ژوند مانا ده، چې انساني تخیل او تصور ورسره تړلی دی. په ډېریو ځایونه کې ویل کېږي دوه لوی لاملونه دي، چې ټولنه له تحرکه حالت څخه ساکن لوري ته بیایي، لوږه او ناپوهي دا د ټولنې د نه تحرک نښې دي.

کله چې دا عوامل ولیدل شي د انسانانو د تیتېدو لامل کېږي، هر سړی د بل هېواد په خواهشاتو او ارامه ژوند پسې لالهانده لارې وهي؛ ترڅو له دې پدیدو سره د مبارزې او ځاني خلاصون یوه تګلاره وټاکي.

زموږ هر څه په بله ایډیالوژۍ او او تفکر باندې راڅرخي، خپلې خبرې او خپل پوه او اګاه انسان تصور راته پردی ښکاري تل د بل په زانګو کې د زنګېدو سره خوب راځي؛ خو له خپلو تصوراتو هیڅ د مخته تلو چل نه زده کوو. هیلې مو تل په بل تصور ولاړې وي، انسان هم ارام ته ضرورت لري او سکون ته، کله انسان ارام لري؛ خو سکون نه لري او کله سکون لري ارام بیا نه لري؛ نو انسان ته د دې دوو حالاتو ترمنځ د تفکیک کولو لاره موندل پکار دي؛ ترڅو له دې موم شوي حالته راووځي او متحرک لوری ونیسي.

ژوند له بنده حالته راخلاص کړي او داسې لارې ته یې برابر کړي، چې دې نړۍ د څه لپاره راغلي یو، هغه موخې ومومو او ځان له دې جامد حالته راوباسو او انساني او ملي فکر خور کړو؛ ترڅو ټولنه له دې پاشلي حالته منسجم لوري ته وهڅیږي.

موم حالت په تحرک سره نوې موخې او نوې لارې درته پرانیزي؛ نو ترڅو چې له دې حالته خپل ذهن ونه باسو جسماً نه شو وتی په ذهني لحاظ باید د هرې پدیدې سره د تګ تابیا ونیسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب