تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) له ازبکستان څخه افغانستان ته د را لېږدول شوي بريښنا مزې له پرون مازيګر راهيسې پرې شوي، چې د کابل په ګډون د افغانستان ډېرو برخه ورسره تورتم پوښلې ده.
د افغانستان بريښنا شرکت د بريښنا د پرې کیدو دليل تخنيکي ستونزه ګڼلې او ويلي، چې زر به یې ستونزه حل کړي.
د شرکت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د بريښنا مزي د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سیمه کې پرې شوي دي.
له دې سره به ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د بهرنۍ وارداتي برېښنا په عمدي پرې کیدو اندیښنه ښودلې ده.
دوی انديښمن دي، چې بريښنا ممکن ګاونډيو هېوادونو د پورونو د نه ورکولو له کبله یې پرې کړې وي.
مخکې بريښنا شرکت هم په دې اړه انديښنه ښودلې او ویلي و، چې د بريښنا د پورونو نه ورکړه به د برېښنا د پرې کیدو سبب شي.
ازبکستان بیا ډاډ ورکړی و، چې د پورونو له وجې به پر افغانستان بريښنا پرې نه کړي.
د بريښنا د پورونو د نه ورکولو لوی دلیل په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د میلیونونه خلکو وزګارتیا، اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين ګڼل شوی.
بريښنا شرکت ویلي و، چې د بريښنا د نيږدې ۹۰ ميليونه ډالره پورونو په ورکړه کې یې د ملګرو ملتونو مرسته غوښتې، خو ياد شوي سازمان د مرستې غوښتلو خبره نه وه تاييد کړې.