جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسترالیا وايي، لا یې هم تر ۲۸۰ ډېر کسان په افغانستان کې...

استرالیا وايي، لا یې هم تر ۲۸۰ ډېر کسان په افغانستان کې پاتې دي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۹مه) استرالیا نن / دوشنبه افشا کړه چې تر ۲۸۰ ډېر اتباع یې لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د پارلمان د غړیو د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې د اګست په نیمايي کې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته په افغانستان کې د پاتې شویو استرالیایانو په منځ کې ۱۲۹ د استرالیا تابعیت لري او ۱۵۷ نور یې د استرالیا دایمي اقامت لري.

د استرالیا د اې بي سي د راپور له مخې، د دغو کسانو اکثریت نه غواړي چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې پاتې شي او دوی ورڅخه راووځي.

اې بي سي د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي (سیمن نیوهم) په قول وویل «بې له شکه ځینې کسان شته چې نه غواړي راووځي، حتي که د وتلو امکان هم ورته برابر شي، او ځینې د خپلو کورنیو د غړیو یادونه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې سفر نه شي کولی.»

ده همداراز وویل، دا کسان غواړي چې وېزه ترلاسه کړي او خپلوان هم له ځان سره راولي.

د استرالیايي چارواکو په وینا تراوسه پورې شاوخوا ۲۶ زره افغان کورنیو د وېزې تقاضا کړې او د ټولو هغو کسانو شمېر، چې د استرالیا د وېزې غوښتنه یې کړې ده شاوخوا یولک کسانو ته رسېږي.

استرالیا د اګست په نیمايي کې ۳۵۰۰ افغانان له افغانستانه وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب