Homeخبرونهجرمني له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه وکړه

جرمني له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه وکړه

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د طالبانو د اسلامی امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی او ورسره مل پلاوي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د افغانستان لپاره د جرمني خاص استازي جاسپر ویک او د افغانستان لپاره د المان نومول شوي سفیر ماکوس پوتزیل سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې دا لیدنه په ښه فضا کې ترسره شوه او دواړو خواوو د علاقې وړ پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړې.

د سرچينې په حواله، د اجرمني خاص استازي وویل مونږ غواړو افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړو. اسلامي امارت یو واقعیت دی، خپل تعامل او رابطې ورسره جاري ساتو.

په دې ليدنه کې د طالبانو اسلامي امارت خارجه وزیر ویلي: موږ د بشري مرستو هر کلی کوواو د نورو هیوادونو سره د مثبت او ښه تعامل غوښتونکي یو.

متقي دغه راز ويلي، د بشري مرستو کارکوونکو او دیپلوماتانو امنیت ته ژمن یو ترڅو خپل کارونه په مصئونه فضا کې ترسره کړي.

دا ليدنه په داسې مهال شوې، چې د طالبانو د وزيرانو شورا نن د بهرنيو بشري مرستو د تنظيم په اړه د يوه پلان د جوړولو لارښوونه وکړه.

افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، سخت اقتصادي او بشري ناورين سره لاس او ګریوان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...