جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد‌ نجونو نړيواله ورځ؛ افغان نجونې يې سږکال له نمانځلو محرومې شوې

د‌ نجونو نړيواله ورځ؛ افغان نجونې يې سږکال له نمانځلو محرومې شوې

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) نړۍ د نجونو نړيواله ورځ سږکال له افغان نجونو پرته ونمانځله.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، يوه لويه برخه نجونې د دوی د تېرې دورې واکمنۍ په شان له ښوونځيو، کار کولو او ډېرو نورو اساسي حقونو څخه محرومې دي.

افغان شاعرې شفيقې خپلواک د دې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر لیکلي: ‏نن د نجونو نړیواله ورځ ده. افغانې نجونې تر بل هر وخت له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی متاسفانه د داسې ګناه بیه پرې کوي چې هېڅ! هېڅ رول یې پکې نه و. دوی باید ژر ښوونځیو ته ولاړې شي. حتا په هغو سیمو کې هم باید مکتبونه پرانیستل شي چې د جګړې له امله تړلي و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې ورځې په مناسبت يو ځل بيا غوښتنه کړې، چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بيرته پرانيستل شي.

طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې، بيا بيا ژمنه کړې وه، چې د خپلې تېرې واکمنۍ برعکس به د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو پر وړاندې نه خنډ کيږي او ټول نارينه او ښځينه به خپلو حقوقو نه برخمن وي، خو د دوی له واکمنیدو سره شکايت کيږي، چې دا ژمنې نقض شوي او طالبان لکه د واکمنۍ تېره دوره یې د ټولو خلکو، په خاص ډول ښځو ته له مزاحمتونو ډک چلند لري.

طالبان بيا د ښځو د حقونو د تامين ډاډ ورکوي، خو وايي د اسلامي او افغاني ارزښتونو مطابق حقونه به ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب