جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتازه: کابل کې د چاودنې او وسله والې نښتې خبرونه ورکړل شوي

تازه: کابل کې د چاودنې او وسله والې نښتې خبرونه ورکړل شوي

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) په پلازمېنه کابل کې نن ناوخته د يوې چاودنې او وسله والې نښتې خبرونه ورکړل شوي دي.

ځينو خبري سرچينو د عیني شاهدانو په حواله ويلي، چې د کابل ښار په قمبر څلورلارې کې د یوې زورورې چاودنې غږ اوریدل شوی.

تر اوسه د دې چاودنې د‌تلفاتو او جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د کابل د‌ بګراميو ولسوالۍ اړوند په شيوه کي سيمه کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

د دواړو خبري ادعاوو په اړه د طالبانو خبري سرچينو څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، خبريالان شکايت لري، چې معلوماتو ته لاسرسی بیخي کم شوی او ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.

د دوی په وینا، له دې کبله امکان لري چې ځينې وخت په اطلاع رسونه کې له ناسمو معلوماتو سره هم مخامخ او خپاره يې کړي.

طالبان بيا اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا ښه شوی ګڼي او د معلوماتو محدوديت ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب