Homeخبرونهملا برادر د لوړو زده کړو پارونکی وزير ور غوښتی

ملا برادر د لوړو زده کړو پارونکی وزير ور غوښتی

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) تر هغې وروسته، چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د څو پارونکو ويناوو په ترڅ کې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول، د طالبانو‏د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر آخند نوموړی ورغوښتی دی.

باختر دولتي خبري اژانس د ملا برادر له لوري د مولوي حقاني ورغوښتل تاييد کړي، خو ليکلي چې هغه سره د لوړو زده کړو پر وضعیت، د پوهنتونو پر پيل او په دې برخه کې د خنډونو او ستونزو پر اوارولو خبرې شوي.

د طالبانو يوې مطبوعاتي سرچينې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تاند وېبپاڼې ته وويل چې د مولوي حقاني پر له پسې پارونکو ويناوو د طالبانو په منځ کې هم حساسيتونه راپارولي او يوه برخه مشران يې ورته غوسه دي.

سرچينې دا هم وويل، چې که د طالبانو په کابينه کې بدلونونه راشي، د مولوي حقاني ايسته کول یا یې د دندې تغیر له لومړیتوبونو څخه دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر څو ځلې د افغانستان د تېر ۲۰ کلن تعليمي نظام په اړه پارونکې خبرې وکړې او دغه تعليمي او تحصيلي نظام يې تر سوال لاندې راوست.

د هغه پارونکو خبرو ته د بيان پر ازادۍ د طالبانو لخوا د وضع شويو قیوداتو باوجود خلکو توند غبرګونونه وښودل او ډېرو ځوانانو خو مولوي حقاني له دوی سره مناظرو ته هم وباله.

مولوي حقاني سره له دې، چې د طالبانو د لوړو زده سرپرست وزیر ټاکل شوی، خو خپله لوړې زده کړې نه لري او پوهنتونونو ته د پاملرنې پر ځای دا اکاډميک مرکزونه چېلنجوي او د مدرسو زده کړو ته پرې ترجيح ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې نوموړي د ډېرو نورو طالب مشرانو په شان د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې څخه فارغ شوی.

ياده مدرسه د پاکستان د يوه مشهور سخت دریځه مذهبي مشر مولانا سميع الحق له لوري جوړه شوې وه.

سمیع الحق د افغان طالبانو په معنوي پلار مشهور و، چې د ژوند تر پايه يې د دې ډلې ملاتړ کاوه او د تېر جمهوري نظام پر وړاندې يې په د طالبانو جګړه جهاد ګڼله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...