جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبان: پکتيا کې ۷ داعشیان او تښتونکي نیول شوي

طالبان: پکتيا کې ۷ داعشیان او تښتونکي نیول شوي

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) په پکتيا کې د طالبانو چارواکو د داعش ډلې د غړیتوب او انسان تښتونې په تور د ۷ تنو د نيولو خبر ورکړی.

په دې ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس خالقيار احمدزي ويلي، چې د داعش ډلې د غړیتوب په تور ۵ تنه پرون د طالبانو استخباراتي ادارې نیولي.

هغه د دغو کسانو د نيول کيدو سيمه د پکتيا ولايت د احمد اباد ولسوالي ښودلې ده.

بل لور ته: ‏د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې تېره شپه یې د مرکز ګردېز تېرې ښوونځي ته څېرمه دوه انسان تښتوونکي نیولي او د دوی له منګولو یې یو ماشوم آزاد کړی دی.

طالبانو د تورنو داعشیانو او انسان تښوونکو په اړه ډېر جزییات نه دي رسنيز کړي.

څو ورځې مخکې دوی په خوست ولايت کې هم د داعش ډلې د غړیتوب او په خوست کې د بريدونو په تور د ۱۴ تنو د نيولو خبر ورکړی و.

د داعش ډلې ډېر شوي فعاليتونه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې له لویو احتمالي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

طالبان بيا وايي، چې داعش ورته خطر نه، بلکې يوه مزاحمتي ډله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...