Homeخبرونهامريکا او طالبانو پرون څه پريکړې او ژمنې وکړې؟

امريکا او طالبانو پرون څه پريکړې او ژمنې وکړې؟

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرون، د قطر په منځګړيتوب د طالبانو د اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو د هيئتونو مذاکرات پاې ته ورسيدل.

په دې دوه ورځينيو مذاکراتو کې د ترسره شويو هوکړو ځينې جزييات نن په ډېر تفصيل رسنیز شوي دي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت، چې مرستیالې يې مېرمن وندي شرمن له طالب لوري سره د مذاکراتو مشري کوله، د طالب لوري مذاکراتي پلاوی مسلکي ګڼلی او ويلي، چې دوی به د طالبانو د چلند په اساس د دوی په اړه پریکړه وکړي.

متحده ايالاتو دغه راز ويلي، چې طالبانو سره په دې مذاکراتو کې د بشري مرستو د ترسره کولو په اړه موافقه شوې ده.

د بشري مرستو د څرنګوالي، مقدار او ترسره کيدو په اړه متحده ايالاتو ډېر جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو بيا ويلي، چې دوی به افغانستان ته د استول کیدونکو بشري مرستو د لېږد او مستحقو خلکو ته د رسېدو په برخه کې له خیریه بنسټونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د بهرنيو اتباعو په وتو کې به اسانتياوې برابرې کړي.

د طالبانو د پلاوي مشر او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي ويلي، چې طالبان به له نورو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې ښې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس بيا ويلي، چې دوی به د افغانستان په اړه خپل مخکينی دريځ خوندي ساتي.

امريکا له افغانستان څخه د ترهګرو په ګټه د نه استفادې، له دغه هېواد څخه د بهرنيو اتباعو په خوندي لېږد، دلته د بشري حقونو په تامين او په هراړخيزه توګه د ښځو او نجونو د رول په فعاله ساتلو ټينګار لري.

د امريکا په باور، له طالبانو سره خبرې د دوی د په رسميت پېژندلو په مانا نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...