سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان د کابل - اسلام اباد ترمنځ د الوتکو تګ راتګ وخنډاوه

پاکستان د کابل – اسلام اباد ترمنځ د الوتکو تګ راتګ وخنډاوه

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۹مه) پاکستان د کابل – اسلام اباد ترمنځ د ټولو الوتکو تګ راتګ تر نامعلومې مودې پورې وځنډاوه.

د افغانستان د کام اییر هوايي شرکت مسوول سلیمان عمر وايي، پاکستان د افغانستان او خپل هیواد ترمنځ د الوتکو تګ راتګ ځنډولی دی.

عمر رسنیو ته وویل، د پاکستان حکومت په یو اړخیز ډول په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې به د دوو هیوادونو ترمنځ الوتنې نه کېږي.

د کام اییر هوايی شرکت دغه مسوول هیله ښکاره چې پاکستان به پر الوتنو بندیز ژر پای ته ورسوي.

په وروستیو ورځو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوايي سفر ټکټ شپاړس برابره لوړ شوی و او له دې درکه کام اییر او د پاکستان پي آی اې د افغانانو له مجبوریته ډېره ګټه ترلاسه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سفر صرف یو ساعت دی.

پخوا د پاکستان د پي آی اې د اسلام اباد او کابل دوه طرفه ټکټ ۱۵۰ ډالره و خو په وروستیو ورځو کې یې ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړ کړی و.

کام اییر په اوونۍ کې ۳ الوتنې لرلې.

1 COMMENT

  1. ستاسو ددې خبر په لوستلو ډیر ودردیدم او زړه می را ډک شو چی ای لویه خدایه ډ افغانانو په حال خپل رحم وکړی.
    یو خوا پاکستان په ټوله نړۍ کی شور جوړ کړی او وايی چی هدف يی د افغانانو لپاره د بشری مرستو جلبول دی.
    خو بلی خوا پاکستان د افغانانو په مخ ټولی دروازی تړلی او حتیً یو ناروغ ته هم اجازه نه ورکوی چی د بشری همدردۍ له مخی پاکستان ته دتداوې لپاره لاړشی.
    د پاکستان او اسلام اباد د هوا له لاری د ټکټ له نرخ نه چی خبر شوم نو هیڅ باور می نه کیدو او ګوته په خوله پاتی شوم
    ددوۍ نه به څه ګیله وکړو چی کام ایر هم خپلی د انصاف چړی داسی تیری کړی چی هیڅ یو افغان چی ورته محتاجه وی بچ نه شی پاتی کیدلی.
    انسانیت هم د یو شی نوم دی خو کاش چی دوۍ پیژندلی.
    یوه خبره رایاده شوه چی یو وخت خارج ته په سفر تللی وم او د یو بوډا سړی د موټر په شا می یو سټیکر ولید چی ورباندی لیکلی يی وو:
    هرڅومره چی انسان ته نږدی کیږم او ښه يی پیژنم نو همدومره می د خپل سپی سره محبت زیاتیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب