یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهشنونکي: هیڅ هېواد افغانستان ته د امریکا بدیل نه شي کیدای

شنونکي: هیڅ هېواد افغانستان ته د امریکا بدیل نه شي کیدای

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه)یو شمېر شنونکي باور لري، چې هیڅ بهرنی هېواد او ځواک په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو تشه نه شي ډکولای او افغانستان ته له دغه هېواد څخه ښه بدیل نه شي کیدای.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل: نه چین، نه روسیه او نه نور سیمه ییز او نړیوال قدرتونه په افغانستان کې د متحده ایالاتو تشه ډکولای شي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې دغه هېواد سره د اړیکو د بیرته احیا په برخه کې له کامیابې دیپلوماسۍ څخه کار واخلي.

د جلال په خبره، افغانستان سمدستي د متحده ایالاتو رغنیزو او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی د امریکا د پوځي رول په اړه هم وپوښتل شو، خو ویې ویل چې اوس خو یې دا رول پای ته رسیدلی او که د بیا ادا کیدو ضرورت یې شي، باید پرې فکر وکړو او امریکا سره بې رابطې نه شوو.

د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني هم باور لري، چې هیڅ هېواد او خاصتاً چین په افغانستان کې ان په اقتصادي کچه د متحده ایالاتو بدیل نه شي کیدای.

نوموړی زیاتوي: چین که هر هېواد ته تلی، د زیات نفوس له کبله یې زرګونه چینایي کارګران ورسره وړي، معادنونه او پروژې یې انحصار کړي، خو کوربه هېواد ته یې د اقتصادي پروژو چندان ګټه نه ده رسیدلې.

اسحاق ګیلاني هم له طالبانو غواړي، چې د هوښیارې دیپلوماسۍ په وسیله له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ورغوي او افغانستان له دغه هېواد سره د ښو اړیکو په لرلو له انزوا او اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

طالبانو پرون او اوړمه ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د قطري چارواکو په منځګړتوب له یوه لوړپوړي امریکایي پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه مذاکرات وکړل.

د دغو مذاکراتو په اعلان شویو رسمي پایلو کې راغلي، چې متحده ایالات به له افغانستان سره د اوج ته رسیدلي بشري او اقتصادي ناورین د مهارولو لپاره مرسته وکړي.

متحده ایالاتو یاد شوي مذاکرات مثبت ګڼلي او ویلي، چې طالبانو سره یې خبرې په ښه فضا کې مخته تلي دي.

2 COMMENTS

  1. کیدی شی دا تشه یو څوک ډکه کړی او شاید تالبانو هم ورسره له نږدی اړیکه ټینګه کړی وی
    دا یو ملا دی چی په هلمند ولایت کی اوسیږی او د الحاج عبداقادر اغا په نوم نومیږی

    الحاج ملا عبدالقادر په خپلو اشتهارونو کی دډیرو موزی ناروغیو د تداوۍ تر څنک د اقتصاد د پیاوړتیا او د اقتصادی ناروغۍ دتداوۍ ادعا هم کړی چی د تعویزونو په واسطه ددې موزی ناروغۍ چی د افغانستان نږدی ټول وګړی ورباندی اخته دی د دم او تعویز په واسطه علاج کولی شی.

    تالبان خو هسی هم په کفری نصرت عقیده نه لری او ښايی الحاج ملا عبدااقادر يی هم په عقدوي معیارونو برابر وی او هم په اسانۍ سره دداسې یوی موزی ناروغۍ علاج کولی شی چی د افعانستان واکمن تالبان ورسره لاس او ګریوان دی.
    ملا عبدالقادر خپله پته د بولان سیمه د الحاج عبدلقادر مسجد هلمند ولایت ښودلی دی
    د خوښۍ ځای دی چی د تالبانو په راتلونکو څو کلونو واکمنۍ کی به دا سی نور د تعویزونو مجرب ډاکتران هم راپیداشی چی په ډیره اسانۍ او د کفری او سیانسی نصرت پرته د اقتصادی او نورو موزی ناروغیو تداوي په ډیره اسانۍ کولی شی.

  2. america is good saporter for afghanistan,because afghanistan is poor country.
    corruption is anywhere happen/
    pakistan is CRAZY LOOKING for us AIDS.
    BUT TELLING TO AFGHANS /AFGHANISTAN GET FREEDOM.
    HOW MUCH USA PAY TO THE WORLD CHINA&RUSSIA CAN NOT DO THAT.
    NOW TOO LATE FOR AFGHANS
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب