جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتقي وايي، طالبان د داعش د حملو مخه ډب کولی شي

متقي وايي، طالبان د داعش د حملو مخه ډب کولی شي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۹مه) د افغانستان د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، طالبان د اسلامي دولت یا داعش د ګواښونو مخه نیولی شي.

داعش یا اسلامي دولت په وروستیو ورځو کې په کابل، ننګرهار او کندوز کې یو شمېر خونړۍ حملې وکړې. د جمعې په ورځ / اکتوبر۸/ میزان ۱۶/ د کندوز د سیداباد د سیمې د شیعه افغانانو په جومات کې انتحاري برید تر ۵۰ ډېر کسان ووژل او تر ۱۴۰ ډېر نور ژوبل کړل.

امیرخان متقي نن / دوشنبه/ په دوحه کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده.

ده له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه، ویې ویل چې افغانستان به پر نورو هیوادونو د حملې په اډې بدل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپلو ځینو سختدریځو اقداماتو له ځان سره د نړیوالو د همکارۍ مخه نیولې ده.

دوی تراوسه پورې په پوچو پلمو د نجونو د زده کړو مخه نیولې او ښځو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په دولتي ادارو کې کار وکړي. یوازې په هغو ادارو کې یې د کار کولو اجازه ورکړې چې ورته زیات ضرورت لري.

په همدې منځ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو په نیابت نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې که د طالبانو انزوا پای ته ونه رسوي طالبان به نور هم خپل دریځونه سخت کړي او د نوي یمې لسیزې په شان افراطي کارونو ته به مخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب