جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م.م. سرمنشي طالبان له ښځو او نجونو سره د ژمنو په...

د م.م. سرمنشي طالبان له ښځو او نجونو سره د ژمنو په نه عملي کولو وغندل

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۰مه) د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتریش طالبان په دې وغندل چې د افغان ښځو او نجونو په اړه یې خپلې ژمنې ماتې کړي دي.

د لوېدیځو خبري رسنیو له راپورونو سره سم، سرمنشي په عین حال کې پر نړیوالو ږغ وکړ چې افغانستان ته مالي مرسته ورکړي څو له اقتصادي پاشلتیا راوګرځي.

د ملګروملتو سرمنشی دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا او طالبانو په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، د دغو خبرو په لړ کې د ښځو د حقونو موضوع هم یاده شوه.

ګوتریش په نیویارک کې خبریالانو ته وویل «ما ته خبرداری په ځانګړي ډول دا دی چې طالبانو هغه ژمنې ماتې کړي چې ښځو او نجونو ته یې ورکړې وې.»

ده زیاته کړه «زه له طالبانو په کلکه غواړم چې له ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون پر اساس خپل مسوولیتونه عملي کړي.»

سرمنشي وویل، له دې مسلې به لاس وانخلي او دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.

د ملګروملتو سرمنشي دې ته په اشارې چې له ۲۰۰۱ څخه، چې هیڅ نجلۍ ښوونځي ته نه تله اوس ۳ ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې، وویل «د ژمنو ماتېدا د افغان نجونو او ښځو ارمانونه ماتوي.»

د سرمنشي په وینا د افغانستان په سلو کې ۸۰ اقتصاد غیررسمي اقتصاد دی چې ښځې پکې مهم رول لري. نو له هغوی پرته د افغانستان اقتصاد ښه کېدای نه شي.

د ملګروملتو سرمنشي د افغانستان پر اقتصادي ستونزو هم خبرې وکړې، ویې ویل چې په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوي او نړیوالې مرستې ځنډول شوې دي.

ده زیاته کړه «موږ ته پکار ده چې داسې لارې – چارې ومومو چې د افغانستان اقتصاد بېرته سا واخلي. دا کار په داسې ډول کېدای شي چې د نړیوالو قوانینو یا اصولو سرغړونه ونه شي.

«زه له نړیوالو غواړم چې د افغانستان اقتصاد ته د پیسو د تزریقولو لپاره اقدام وکړي څو د دغه هیواد اقتصاد له سقوطه راوګرځول شي.»

د ملګروملتو د چارواکو په وینا دا امکان شته چې د افغانستان کنګل شوې پیسې یا د نړیوالو مالي مرستې د ملګروملتو موسسو او غیرحکومتي موسسو (این جي او ګانو) ته ورکړل شي چې افغانانو ته معاش ورکړي.

خو د تېرو شلو کلونو تجربې ته په کتو اندېښنه دا ده چې ملګري ملتونه او غیرحکومتي موسسې ډېرې پیسې په لوکسو دفترونو، قیمتي موټرونو او لوړو معاشونو لګوي. د دې پر ځای ښه دا ده چې پیسې د افغانستان اوسني حکومت ته ورکړي خو حساب ورسره وکړي.

د ځینو اقتصادي شناندو په باور، که نړیواله ټولنه له دې سره موافقه وکړي چې په بهر کې د افغانستان شتمني، چې له ۹ تر ۱۳ ملیارد ډالرو پورې اټکل کېږي، ښايي د افغانۍ پشتوانه کمزورې شي او د افغانۍ ارزښت ولوېږي چې له کبله به یې د افغانستان اقتصادي بحران حتمي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب