جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبرتانیې هم په سرینا هوټل کې د ترهګریز برید خبرداری ورکړ

برتانیې هم په سرینا هوټل کې د ترهګریز برید خبرداری ورکړ

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د امریکایي چارواکو له خبرداري څخه وروسته، برتانوي چارواکو هم د کابل ښار په سرینا هوټل کې د ترهګریزې پېښې د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله، برتانوي چارواکو له خپلو اتباعو وغوښتل، چې که په سرینا هوټل کې وي، ژر ترژره دې دا هوټل پریږدي او خوندي سیمو ته دې ځانونه ورسوي.

 د دغه خبرداري دلیل« امنیتي ګواښونه» ښودل شوي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړل شوي.

بېګا ناوخته امریکایي چارواکو هم له خپلو اتباعو وغوښتل، چې له سرینا هوټل څخه دې لیرې وي، ځکه خوندي نه دي او خطر سره مخامخ دي.

طالبانو د امریکایي او برتانوي چارواکو د دغه خبرداري په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نیږدې یوه میاشت مخکې، هغه مهال چې امریکا او نورو هېوادونو له کابل هوایي ډګر څخه خپل اتباع او افغان همکاران لېږدول، په کابل هوایي ډګر کې د امریکایي چارواکو له خبرداري وروسته یو خونړی ځانمرګی برید وشو، چې څه باندې ۱۰ امریکایي سرتېري او سلګونه افغانان پکې مړه او ټپیان شول.

د امریکا او برتانیې تازه خبرداری هم له دې کبله جدي ګڼل شوی، چې تېرځل یې هم د خونړۍ پېښې خبرداری وار د مخه ورکړی و.

د کابل د هوایي ډګر د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی و.

په وروستیو کې بیا د دې ډلې د فعالیتونو د زیاتوالي اندیښنې ډېرې شوي، خو طالبانو د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د داعشیانو خلاف د عملیاتو او د دوی د نابودولو خبرونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب