یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدو ته هیله من...

پاکستان په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدو ته هیله من دی

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په یوه تازه مرکه کې هیله مندي ښودلې، چې طالبان به په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړیدو ته زمینه برابره کړي.

 نوموړي خلیج نیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت سیمه ییزې سوکالۍ، فرصتونو او نړۍ ته د کار دروازې پرانیزي.

 پاکستاني ولسمشر هیله مندي ښودلې، چې په افغانستان کې به زر د ټولو سیاسي جریانونو په ګډون یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.

د ده په وینا، په افغانستان کې د سولې ټینګښت به نړۍ ته د دې فرصت ورکړي، څو د دغه جګړه ځپلي هېواد له لارې له مرکزي اسیا سره اړیکې ټینګې کړي.

د پاکستان دغه لوړپوړي مقام په ورته وخت کې اندیښنه ښودلې، چې په افغانستان کې بې ثباتي به پاکستان ته د کډوالو سېلاب ور خوشې کړي.

د علوي په خبره، هېواد یې له همدې کبله په افغانستان کې بې ثباتي نه غواړي او د ثبات ټینګیدو لپاره د ټول شموله حکومت د جوړیدو هیله لري.

 هغه دغه راز ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان په چارو کې فعال لوبغاړی نه دی او یوازې په بشري برخه کې له طالبانو سره همکاري لري.

پاکستاني ولسمشر د امریکا له لوري د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګلول، افغانانو ته ځورونکي ګڼلي او غوښتنه یې کړې، چې دا کنګل شوې شتمني دې بیرته افغانانو ته په واک کې ورکړل شي.

1 COMMENT

  1. په عنوان کې که د خبر مرجع معلومه نه وي، معنیې یې دا ده چې رسنۍ دغسې دریځ لري. په دې ډول تاسو پاکستان ته یو غټ کریډیټ ورکوئ چې باید ویې نه کړئ. تاسو باید دا عنوان د عارف علوي له قوله لیکلی وای نه د تاند له خولې. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب