یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د افغانستان د چرګانو سکتور څنګه مدیریت کړو؟

د افغانستان د چرګانو سکتور څنګه مدیریت کړو؟

توحيد علی عظيمي
زه د نړۍ په داسې يوه کونج کې اوسم چې د ژوندی پاتی کیدو له هرې وسیلې کار اخستل کيږي. نن د‌ انفلونزا د خپراوی د پيژندنې د نقشي جوړولو لپاره له سټیلايت ټکنالوژی څخه کار اخستل کيږي تر څو د مرغانو د تګ راتګ لارې وپيژنیدل شی او له دی لاری د انفلونزا وژونکي ناروغۍ پيښې کمې شي.
 افغانستان: 
تازه اعلان وشو چې ژوندي چرګان به افغانستان ته آزاد شی. ژوندې چرګان د نړۍ په هیڅ کونج کې په آزاده توګه تګ راتګ کولاي نه شی ځکه د ناروغيو د انتقال باعث ګرځي. زموږ شرقی او جنوب شرقی سیمې د پاکستان هيواد د کرنيز انسټیټیوټ د انفلونزا تر دایمی څارنې (سرويلانس) لاندې دی. هغوی تل له سیمې څخه سمپل اخلی او له تجزیې وروسته د خپلو سرحدونو ساتنه کوي تر څو زموږ له هيواده کومه ناروغی ورنشی خو زمونږ پاتی ده.
د هيوادونو ترمنځ او بلخصوص د ګاونډيو تجارت کول بده نه بلکی ښه خبره ده خو تجارت باید په مسلکی او بی خطره وی. که زموږ له طرفه پاکستان ته مرض لاړ شی او يا هم د هغې خوا افغانستان ته ناروغي انتقال شی نو تاوان ئی چا ته رسيږي؟ تاوان ئی عام وګړي نيولی تر دولتونو رسيږي.
پاکستان کې غټ چرګان د مالدارو شرکتونو دی، دوی نه يوازې چې د افغانستان د چرګانو سکتور ځپی بلکې د پاکستان داخل کې هم واړه مالداران او د چرګانو داخلي تجارت وخت نا وخت د خپلو ګټو لپاره ځپی. دا لويې کړۍ د خپلو ګټو لپاره د ټولو صحی ژوند په خطر کی اچولی شی.
د افغانستان مسولیت دادی چې:
– پاکستان سره تجارت بد ندی مګر دا چې افغانستان يو مستقل هيواد دی نو د حيوانی محصولات او غذايي امنيت په موخه کې ددی له يو کنترول شوی سيستم له لاری واردات وکړی خو په ژوندی شکل ئی تجارت د دواړو هيوادونو سکتورونه ځپی. په مسلکيتوب کې ديته شين کفر وایی.
– کومې غوښې چې افغانستان ته داخلیږي، د حلال او حرام په اړه ئی دقیقی پلټنې وکړي. حلال يوازې ټاپه ده چې وهل کیږی.
– غټ چرګان اخستل په بيه مرض اخستل دی او خوړل يې مکروه دی ځکه غوښه ئی د انسان د استفادې وړ نه ده. مسلکی او علمي کدرونه په دی برخه کې چارواکو ته قناعت ورکولای شي.
– که پاکستان او افغانستان په ګډه د چرګانو سکتور کې همکاري کولای شي بهترينه خبره ده اما ټولې خواوې باید واضحه وي چې د پاکستان پانګه اچونه او د افغانستان همکاري د سکتور له منځه وړي او که تقويه کيږي؟ ايا د پاکستان سره ګډ کار کول به فرصتونه رامنځته کړي او غواړی چې واقعا د سکتور خلاوی ډکې شی؟. اوس نو ددی پوښتنو ځواب او د يو ځان بسيا افغانستان ليدو لپاره ددی وطن اصلی بچیان کولای شی.
– د هر هيواد سفير د خپلو ګټو لپاره اوليت ورکوی. د افغانستان ځای ناستی که نوی دی نو په داخل کې له شته بنسټونو سره مشورې وکړی. مونږ ټول يو پر بل تکیه يو خو دا پدې مانا نه ده چې زموږ هېواد دی پنځمه صوبه وی.
– د چرګانو د سکتور ساتنه او تقويه په افغانستان او پاکستان دواړو کې د فقر د کموالي لپاره بهترين انتخاب دی اما ايا د پاکستان او افغانستان مسولین په تجارانو او کاروباريانو د کنترول اغېز لری؟ زما د معلوماتو پر اساس د پاکستان چرګانو سکتور تجاران حتی خپل هيواد ته هم پوره مالیه او معلومات نه ورکوي.
– ګاونډيان سره اړیکه او تجارت ناروا نه دی خو که ستا داخلي پانګه اچونه له منځه وړي نو باید ساتنه يې وکړی. ګاونډيان او خصوصاً پاکستان زموږ د سکتور مشکلات هم په نظر کی ونیسی په سياسی فشار به زموږ غریبې کورنۍ وځپل شی او ګټه به يی يوازی د غټو ژوندی چرګانو خاوندان وکړی.
– د افغانستان د چرګانو سکتور د غذایی امنیت او اقتصادي خرڅ يوه مهمه کړۍ ده، بی پامه فيصلې سخت زيان اړوی.د چرګانو د سکتور تقويه په افغانستان او پاکستان دواړو کې کاری فرصتونه رامنځته کوي خو که مدیریت نشی نو لویان پکې واړه خوری چې ډير پکی افغانستان زيانمنیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب