یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمک کرسټال: په افغانستان کې د امريکا ماتې باید وڅیړل شي

مک کرسټال: په افغانستان کې د امريکا ماتې باید وڅیړل شي

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو يوه پخواني مطرح قوماندان جنرال مک کرسټال په دغه هېواد کې د امريکا متحده ايالاتو د ماموريت پایله ماتې ګڼلې او د دې ماتې د لاملونو په اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

مک کرسټال، چې د امريکا متحده ايالاتو يو مطرح څلور ستوريز جنرال و، له اکونوميک مجلې سره د تازه مرکې پر مهال وويل: موږ به افغانستان کې کافي ښه کارونه ترسره کړل، ښه پرمختګونه منځته راغلل، خو بالاخره موږ ماتې وخوړه.

دغه جنرال د‌‌ دې منلې ماتې په اړه د پلټنو د ترسره کيدو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د امريکا ملت او ټولو ته بايد دغه موضوع روښانه کړل شي.

له افغانستان څخه د ځواکونو د ويستو او دلته د طالبانو د واکمنیدو په اړه په امريکا متحده ايالاتو کې د دغه هېواد حکومت او مخکيني واکمنان، چې طالبانو سره يې د دوحې تړون لاسليک کړی و، له سختو فشارونو او پوښتنو سره مخامخ دي.

د امريکا د سنا جرګې يو شمير لوړپوړي پوځي او استخباراتي چارواکي په دې اړه ځواب ويلو ته هم غوښتي وو او دا لړۍ ممکن دوام ولري.

1 COMMENT

  1. کچیری دوی (امریکا) ددی ماتی اصلی لاملونه غواړی پیدا کړی هغه دادی چی امریکا او دوی ملګری د افغان ولس اسلامی او کلتوری ارزښتونو ته په سپکه کتل او د دوی په ودونو او جنازو باندی هم دوی بمبار کړی، امریکا ته پکار خو دا وو چی له افغان ولس څخه رسمآ د کړی ظلم او جنګی جنایت په اړه په ملګری ملتونو سازمان بښنه وغواړی او د خپل جنګی جنایت له وجهی افغان ولس ته خپل جنګی غرامت ورکړی او ددی پر ځای چی په پاکستان کی خپل عملیات کړی وای دوی په عام ولس ړندی بمباری کولی چی بی ۵۲ څخه نیولی تر ډرون او بمونو مور هم کار واخستل شو چی دا یو نړیوال جنګی جنایت دی باید نړیواله محکمه یی وڅیړی لکه څرنګه چی د دوی سنا جرګی له جنګی مسولینو پوښتنه کی هم همدا پوښتنه کړی وو چی تاسی د ډیورنډ کرښی پوری غاړه ولی عملیات نه کول چی ټول ورته بی ځوابه وو
    یوه خبره باید وکړم چی څوک باید راته طالب پلوی ونه وایی دا یو حقیقت ده لکه څرنګه می چی پورته ذکر کړل چی دوی به کله په ودونو او جنازو باندی بمبار کول نو طبعآ ماشومان او ښځي ډیری پکی شهیدان کیدلي چی په اصل کی همغه وخت دوی نه ویل چی بشرحقوق تر پښو لاندی کیږی، آن تر دی چی زموږ بشرحقوق کمیسیون هزاره مشره (سیما ثمر) هم پټه خوله وو او نړیوال سازمانو او اروپایی ټولنه هم ګونګ او کاڼه او ړانده وو ځکه د کلی او لرو پرتو سیمو ښځي او ماشومان او نارینه ورته بشر نه ښکاریدل بلکه هغه کسان ورته بشر ښکاریدل چی په دولتی ادارو یا موسسو کی دندي درلودی
    مګر نن طالبانو باندی فشار راوړی چی بشر حقوق مراعت کړه او انجونی زده کړو ته پریږدي، باید طالبان د ښځو د چارو د وزارت له مسولینو او د حقوق بشر کمیسیون غړو او چارواکو نه پوښتنه کړی چی تاسی پدی ۲۰ کلنه دوره کی د کلیو او لرو پرتو سیمو ښځو ته څه کړی؟ کله چی امریکا او دوی ملګرو له لوری پدی بی رحمانه بریدونه کیدل تاسی دا خبره نړیوالو ته رسولی او نړیوال حقوق بشر سازمان پدی باندی عاجل او بشردوستانه پریکړی ورباندی کړی؟ د یاد وزارت او کمیسیون مسولیت د یادو بریدونو او کړنو په اړه څه وو یا تنها ډالری معاش اخیستل او نړیوالو هیوادونو ته سفرونه کول؟
    نړیواله محکمه باید داسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب