تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د امريکا متحده ايالاتو حکومت په کابل کې خپلو اتباعو ته د سرينا هوټل په اړه خبرداری ورکړی.
دغه حکومت پر خپلو اتباعو غږ وکړ، چې د امنيتي ګواښونو له کبله، زر ددغه هوټل له محيط او شاوخوا څخه ووځي.
سرچينې نه دي ويلي، چې د سرينا هوټل امنیتي ګواښونه چا او په څه ډول رامنځته کړي او څه کیدونکي دي؟
سرينا هوټل د کابل ښار په زړه پښتونستان واټ ته څېرمه موقيعت لري.
په دغه هوټل کې معمولا بهرني اتباع او شتمن مېلمانه ژوند او استوګنه لري.
ويل کيږي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو اتباعو او افغان همکارانو د تخلیې لپاره یې هم له دغه هوټل څخه استفاده کیده.
د يادې تخلیې پر وخت ځینو بهرنیو هېوادونو په کابل هوايي ډګر کې د داعش ډلې د بريدونو ګواښ کړی و، چې د پيش بيني شوې ورځې په ماښام درنې چاودنې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
طالبانو په سرینا هوټل کې د امنیتي ګواښونو د خبرداري په اړه څه نه دي ويلي.