یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهناهيد فريد: افغانستان ته دې د طالبانو له مداخلې پرته بشري مرستې...

ناهيد فريد: افغانستان ته دې د طالبانو له مداخلې پرته بشري مرستې تنظيم شي

تاند:( دوشنبه، د ميزان نولسمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یوې مخکښې غړې مېرمن ناهيد فريد د امريکا متحده ايالاتو په سنا جرګه کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه وینا کړې ده.

نوموړې په دغه وينا کې، له افغانستان سره د بشري مرستو د يوه خوندي مسير په رامنځته کيدو له ټینګار سره ويلي، چې يادې مرستې بايد د طالبانو له مداخلې پرته د غير انتقاعي سازمانونو او مدني ټولنو په وسیله ترسره شي.

 د مېرمن فرید په وینا، افغانان د فقر او سختې لوږې په بد وضعيت کې را ګیر او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

دا غوښتنه په داسې مهال شوې، چې پرون په قطر کې د طالبانو او امريکا د هيئتونو تر منځ دوه ورځيني مذاکرات پای ته ورسیدل.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې په دې مذاکراتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه هوکړه شوې او امريکا د مرستو ډاډ ورکړی.

سرچينې نه دي ويلي، چې د دې مرستو کچه، د ترسره کيدو څرنګوالی او نور جزییات څه دي؟

پرون د ايران د حکومت رسمي ورځپاڼې «جمهوري اسلامي» پر طالبانو نيوکه کړې وه، چې د هېواد بشري مرستې يې مستحقو کسانو ته نه دي وېشلي.

طالبانو لا د بشري مرستو په ویش کې د شفافيت له اړخه د ډېرو هېوادونو باور نه دی ترلاسه کړی او په دې اړه یې رسنیو ته ځواب هم نه دی ویلی.

1 COMMENT

  1. مېر من ناهید دپخوانی رژیم دپارلمان غړې وه هغې دښځو دحقوقو په نوم پروژه کې یې لکه سیما سمر د امریکا له سنا سره مستقیما اړیکی درلودل نو خکه سنا کې خبرې کولای شی. دپارلمان يو څو اپه ګانې هم له دې سره په دې عضویت کې شاملې وی. دمخکښ توب لا مل یې څرګند دی ولس یې پېژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب