جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیوچارو مرستیالې له جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې...

د امریکا د بهرنیوچارو مرستیالې له جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې وکړې

تاند(شنبه، د میزان ۱۷) د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وینډي شرمن تېره شپه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید باجوه سره وکتل.

د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې د دوو خواوو د دلچسپۍ په اړوندو موضوعاتو سیمه ییز امنیت او په افغانستان کې د بشري وضعت په اړه خبرې وشوې.

د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیرې له پاکستانه په دې مننه وکړه چې له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو په ایستلو کې یې مرسته وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن پرون / جمعه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، اغلې شېرمن او ښاغلي قریشي د افغانستان په روان وضعیت، د سیمې امنیتي حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې اغلې شېرمن د پاکستان ستاینه کړې چې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ایستلو او هم په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره یې هڅې کړې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي قرزیشي وویل، چې امریکا او پاکستان د افغانستان په تړاو یو فکر لري او پاکستان د افغانستان له نوې ادارې تمه لري چې د امن او ثبات د راوستو ترڅنګ د ټولو افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره کار وکړي.

وېنډي شېرمن وړمه شپه له هند څخه اسلام اباد ته ورسېده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب