سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهوندي شرمن: د طالبانو په رسميت پېژندل لا ليرې خبره ده

وندي شرمن: د طالبانو په رسميت پېژندل لا ليرې خبره ده

تاند:( شنبه، د ميزان اوولسمه) ‏د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله وندي شرمن وايي، چې هېواد به يې په سمدستي توګه د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره کوم ګام وانخلي.

نوموړې دا خبره پرون ناوخته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وکړه.

مېرمن شرمن وويل، چې هېواد يې سمدستي په افغانستان کې د بشري ناورين د حل لپاره پر عاجلو او ممکنه اقداماتو تمرکز کوي.

هغې د طالبانو د په رسميت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو د مخکينيو شرطونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د هغو شرطونو له پوره کولو پرته به طالبانو سره د متحده ايالاتو د ديپلوماتيکو اړيکو پیل ممکن نه وي.

د بشري حقونو درناوي ته عملي ژمنتيا، د ښځو په ګډون ټول شموله حکومت جوړول او داسې نور د طالبانو د حکومت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو اساسي شرطونه دي.

طالبانو د متحده ايالاتو په غبرګون کې ويلي، چې افغانان دې د خپلو کورنيو چارو په تړاو خپلواکو پريکړو ته پريږدي.

دغې لوړپوړې امريکايي ديپلوماتې په تازه څرګندونو کې د خوړو د نړيوال سازمان د تازه راپور يادونه هم وکړه، چې د افغانستان په اړه تازه خپور شوی دی.

په راپور کې ويل شوي، چې يو ميليون افغان ماشومان به عاجل ډول د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي او ۱۸ ميليونه نور بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د مېرمن شرمن څرګندونې او د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې په داسې مهال دي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست امير خان متقي په مشرۍ د دوی يو پلاوی پرون قطر ته تللی څو د قطر او يو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره وويني.

ويل کيږي، چې د طالب پلاوي له ورتلو سره هم مهاله، د متحده ايالاتو يو پلاوی هم قطر ته روان شوی او ممکن طالب لوري سره وويني.

1 COMMENT

  1. TALIB JAAN THIS QUESTION BELONG TO YOU;
    WHY ALL DIPLOMAT GOING TO PAKISTAN FOR SOLVE A PROBLEM/.
    IF YOU ARE NOT UNDER PAKISTAN RULE.THEY WILL COME TO YOU.
    THE MEAN TALIBS ARE UNDER CONTROL OF PAKISTAN.
    SHAME IS NOT ONE DEGREE TO YOU GET THAT.
    SORRY FOR MY AFGHANS IN VERY WORSE CONDITION

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب