پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په دې ورځ د ولسمشرۍ لومړني انتخابات وشول

په دې ورځ د ولسمشرۍ لومړني انتخابات وشول

له نن څخه ۱۷ کاله پخوا د ۲۰۰۴ م کال په همدې ورځ د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ انتخابات وشول.

د رایو په شرایطو برابرو شاوخوا ۷۵ سلنه خلکو (کابو ۱۲ ملیونه) د رای اچولو لپاره نومونه لیکلي وو.

حامد کرزي ۵۵ اعشاریه ۴ سلنه رایې وګټلې او د افغانستان په تاریخ کې لومړنی منتخب ولسمشر غوره شو.

په پیل کې په پام کې وه چې دا انتخابات د ۲۰۰۴ کال د جولای په پنځمه وشي خو د اکتوبر نهمې ته وځنډول شول.

د کرزي په وړاندې ۲۳ تنه کاندید شوي وو خو پنځه تنه د انتخاباتي کمپاینونو په مهال له کاندیداتورۍ تېر شول.

د کرزي په وړاندې د جمعیت ګوند یونس قانوني، د ملي اسلامي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، او د وحدت ګوند محمد محقق د پام وړ کاندیدان ول چې تر نورو یې ډېرې رایې وګټلې.

ناکامو کاندیدانو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه ولګول خو خپلواکو نړیوالو څارونکو، ملګروملتو او اروپايي ټولنې، چې انتخابات یې څارل، د هغوی تورونه رد کړل.

طالبان هماغه مهال کمزروي وو ځکه ډېرو خلکو په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولی شوې. خو له دې سره سره طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره تروسه وسه هڅه وکړه. د دوی په حملو کې، چې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې یې وکړې، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۱۵ غړي ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول. په نورستان کې د انتخاباتو د ملاتړ دوه بهرني قراردادیان ووژل شول. همداراز د انتخاباتو په لړ کې د ملي اردو ۵ سرتېري د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

په کوم ولایت کې کوم کاندید ډېرې رایې وګټلې:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب