جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+دا ورځ په تاریخ کې

دا ورځ په تاریخ کې

تاند- له نن څخه ۴۸ کاله پخوا په دې ورځ د عرب – اسراییل د جګړې په څلورمه ورځ، د اسراییل جنګي الوتکو د مصر پر پلازمېنې قاهرې او د سوریې پر پلازمېنې دمشق بمباري  پیل کړه. له دې سره په یو وخت د سوریې په جولان لوړو او د مصر پر سویز کانال کې جګړو دوام وکړ.

له نن څخه ۱۵ کاله پخوا د اکتوبر په نهمه ګوګل اعلان وکړ چې یوټیوب یې په یو اعشاریه ۶۵ ملیارد ډالره واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې یوټیوب تر دې نېټې یوازې ۱۱ میاشتې پخوا (د ۲۰۰۵ په نوومبر کې) راوتلی و.

یوټیوب د ۲۰۰۶ په دوبي کې په انترنیټ کې یو تر ټولو چټک پرمختلونکی چاینل و. د ورځې پکې تر ۱۰۰ ملیونه ډېرې ویدیوګانې کتل کېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب