شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د طالبانو په اړه بهرني فشارونه په ځان نه منو

پاکستان: د طالبانو په اړه بهرني فشارونه په ځان نه منو

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) ‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی به د افغانستان په موضوعاتو کې بهرنيو فشارونو ته تسلیم نه شي.

د ده دغه هېواد ډاون ورځپاڼې د نوموړي په حواله دا خبره، اسلام اباد ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې میرمن وندي شرمن د سفر په درشل کې کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې پاکستان به له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به بهرني فشارونه ونه مني.

پاکستاني چارواکو نه دي ويلي، چې امريکا متحده ايالاتو د طالبانو د واکمنۍ په اړه پرې فشار راوړی يا راوړي کنه؟

مخکې د امريکا متحده ايالاتو د سنا مجلس یو شمېر سناتورانو پر یوې داسې لایحې کار کاوه، چې له مخې يې پر طالبانو او د دوی په واک ته رسولو کې د اساسي نقش له کبله پر پاکستان بنديزونه ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله وندي شرمن پرون د هندوستان له سفر څخه وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړه.

هغې پر خپل ټویټر ولیکل، چې پاکستاني چارواکو سره يې پر مهمو موضوعاتو بحثونه کړي.

هغې سیمې ته له راتلو مخکې، پر پاکستان غږ وکړ، څو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له هر ډول توپير او استثنا څخه په يو ډول جدي چلند وکړي.

پاکستان په دې تورن دی، چې د ترهګرو پر وړاندې يې چلند یو ډول نه دی، په ملګرو او مخالفو ډلو یې وېشلي او دا چلند یې په سیمه کې د ترهګرۍ د پياوړتيا سبب شوی.

1 COMMENT

  1. شیخ رشید د ګوزی زویه!
    افغانستان خو یوه بې پلاره او بې موره پیغله نه ده چی تا حرامی او ستا حرامی بادار او ستا حرامی مزدور ( طالب او داعش او القاعده ) د مور او پلار له لمنی تښتولې او ځانته کښېنولې ده څو تر زېږنتوب ( وضعِ حمل ) وروسته ستا ( خبیث پنجاپی ) رسمی ماندینه او مالکیت وګرځی. لږ د خپل زاړه او ړانده او کاږه او ګوډ خره څخه را کوز شه که نې ادې به دی ……….سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب