تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) د ډيورنډ کرښې د کوزې غاړې مطرح پښتون مشر او سياستوال اسفنديار ولي خان په افغانستان کې د يوې بلې خطرناکې جګړې د پيليدو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي دا خبرداری د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې د اهل تشيعو پر يوه يو جومات د تروريستي چاودنې په غبرګون کې ورکړی.
اسفنديار ولي خان ويلي: د بې ګناه انسانانو د وژنې چې څومره غندنه وشي کمه ده۔ عوامي نېشنل ګوند په هر شکل کې د ترهه ګرۍ په ضد ده او وي به.
نوموړی زياتوي، چې په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو اغېز به په ګاونډي هېوادونو هم وي۔ که نوی جنګ پېل شو، نتيجې به يې ډېرې خطرناکې وي.
دغه مطرح پښتون مشر پر خپل ټویټر دا هم ليکلي: په افغانستان کې د ترهه ګرۍ د نوو څپو مخې ته راتلل او د بې ګناه انسانانو وژنه څرګندوي چې حالاتو د تشويش وړ دي۔ د امن لپاره که ګامونه پورته نه شو نو دا تباهي به د يو ځای پورې محدود پاتې نه شي.
په کندوز کې د نننۍ پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو ګومان کېږي چې داعش ډلې به تر سره کړی وي.
د اسفنديار ولي خان خبرداری تر ډېره پاکستان ته متوجه کیږي، ځکه دغه هېواد د افغانستان د جمهوري نظام په نسکورولو او د طالبانو په واک ته رسولو کې د اساسي نقش لرونکی ګڼل کېږي.
پاکستاني چارواکو د اسفنديار ولي خان څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ښمن معلوم دی: پاکستان له نوې لوبې سره!