جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهيو لوړپوړی طالب پلاوی قطر ته تللی

يو لوړپوړی طالب پلاوی قطر ته تللی

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) د طالبانو د اسلامي امارت يو لوړپوړی پلاوی نن له کابل څخه قطر هېواد ته تللی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دغه پلاوي مشري د دوی د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي کوي.

ويل شوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، د استخباراتو سرپرست عبدالحق وثیق او يوشمير نور طالب چارواکي هم په دې پلاوي کې شامل دي.

مجاهد د سفر موخه د افغانستان د وضعیت په اړه له قطري چارواکو سره خبرې اترې دي.

د یاد شوي سفر په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

طالبان په وروستيو کې د دوی د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو لپاره هڅې چټکې کړي، خو ظاهرا يې د کوم هېواد ملاتړ په دې برخه کې نه دی ترلاسه کړی.

قطر، چې له ډېرو کلونو راهيسې یې طالبانو ته سياسي دفتر پرانيستی و او له نيږدې ملاتړو څخه يې دی، د طالبانو له کړنو او واکمنۍ ناراضه ښکاري.

دغه هېواد په وروستيو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو يادونه هم کړې او ويلي، چې دوی د خپلمنځیو ناندريو له کبله په سمه حکومتولۍ نه دي توانېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب