جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندوز په برید کې د وژل شویو شمېر۴۶، د ټپیانو...

طالبانو د کندوز په برید کې د وژل شویو شمېر۴۶، د ټپیانو ۱۴۳ اعلان کړ

دا خبر بیا بیا تازه کېږي

په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور ريیس مطیع الله روحاني وايي چې د کندوز د سیداباد د سیمې د جامع جومات په انتحاري برید کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ژوبل دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو باور کېږي چې داعش به پکې لاس ولري.

طالبان: د کندوز د سیداباد برید انتحاري و

طالبان وايي، د کندوز خان اباد بندر ته نژدې د سید اباد د سیمې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه د انتحاري برید په نتیجه کې شوې ده.

په کندوز کې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون ريیس مطیع الله روحاني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل «زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا انتحاري برید و.»

د کندوز د روغتون یوه ډاکتر فرانس پریس ته ویلي چې په دې پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي خو یوه بل ډاکتر ویلي چې روغتون ته ۳۵ مړي رسول شوي دي.

د پېښې له ځایه لږترلږه ۵۰ ټپیان هم روغتون ته وړل شوي دي.

خو ځینو رسنیو د طالبانو په قول ویلي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

د کندوز د چاودنې د تلفاتو شمېر ۵۰ ته ورسېد

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د کندوز ولایت د مرکز سیداباد د سیمې د جامع جومات په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د کندوز د روغتون مسوولانو دغه خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي خو د روغتون یوه ډاکتر رسنیو ته وویل چې لږترلږه ۳۵ مړي او ۵۰ ټپیان وروړل شوي دي.

دغه ډاکتر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ممکن د وژل شویو کسانو شمېر تردې ډېر وي. ده په عین حال کې دا هم وویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا د طالبانو په قول وايي چې لږترلږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې دلې په غاړه نه دی اخیستی او د برید د څرنګوالي په اړه هم تراوسه پورې کره معلومات نه شته.

د کندوز په سیداباد جومات کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي

د کندوز د روغتون ډاکتران وايي چې د ۲۵ تنو مړي وررسول شوي دي. د روغتون مسوولان وايي چې د ټپیانو شمېر خورا ډېر دی.

د بې پولې ډاکترانو روغتون وايي چې په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د حملې هدف په جومات کې لمونځ کوونکي وو. د مجاهد په وینا په دې پېښه کې ګڼو کساانو ته مرګ ژبله اوښتې ده. خو ده یې کره شمېر ونه ښود.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په کتو چې د پېښې قربانیان شیعه ګان دي، غالباً دا برید داعش کړی دی.

کندوز: د اهل تشيعو په يوه جومات کې چاودنه شوې

تاند:(جمعه، د ميزان شپاړسمه) د کندوز ښار په مرکز کې نن د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د اهل تشيعو په يوه جومات کې د چاودنې خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو يوه ځايي مقام د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې دغه چاودنه د سيد اباد په نوم جومات کې شوې ده.

سرچينې د چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې ځينو شاهدانو بيا ويلي، چې دا پېښه د يوه ځانمرګي بريدګر له لوري رامنځته شوې.

د پېښې تلفات لا معلوم نه دي، خو ويل کيږي چې ډېره مرګ ژوبله لرلای شي.

د دغې حادثې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ګومان کېږي چې داعش ډله به يې تر شا واوسي.

مخکې د اهل تشيعو پر ضد د زیاتو داسې پېښو مسووليت يادې ډلې په غاړه اخيسته.

په يوه بل خبر کې ویل شوي، چې نن سهار د جلال اباد ښار په انګور باغ سيمه کې د يوه وژل شوي سپين ږيري پرې شوی سر د سړک پر سر لیدل شوی.

چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

له جلال اباده راپورونه وايي، چې هلته داسې مرموزې هره ورځ کیږي، خو راپورونه يې ډېر نه خپرېږي.

ويل کيږي، چې د مرموزو وژنو ډېر قربانیان طالب جنګيالي، داعش وسله وال، د مخکيني نظام امنيتي او دفاعي منسوبین او يوه برخه يې هم عام وګړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندوز په یوه جومات کې زوروه چاودنه شوې

تاند (جمعه، د میزان ۱۶ مه) د کندوز ښار په سید اباد سیمه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال زوروه چاودنه شوې ده.

لومړني راپورونه وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د دې پېښې د مرګ ژوبلو شمېر ښايي تر سلو تنو زیات وي.  خو تر دې دمه دقیق معلومات نه شته.

په کندوز کې د سیداباد په سیمه کې هزاره شیعه ګان اوسي له دې کبله ګومان کېږي چې د پېښې قربانیان به هزاره ګان وي.

د کندوز ولایتي چارواکي پېښه تاییدوي خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې داعش ډلې په افغانستان کې بمي بریدونه ډېر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب