جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست: ۱۴ تنه د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي

خوست: ۱۴ تنه د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) طالبانو په خوست کې د ۱۴ تنو د نيولو خبر ورکړی او ویلي، چې نيول شوي کسان داعش ډلې سره تړاو لري.

په خوست کې د طالبانو د اسلامي امارت والي محمد نبي عمري الجزيرې تلوېزيون ته ويلي، چې نيول شوي کسان له نورو سيمو دې ولايت ته راغلي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیول شويو کسانو د مهمو بريدونو پلان درلود، چې نیول شوي او د پلانونو ټول جزييات يې د تمویلونکو د معلوماتو ترڅنګ دوی سره شريک کړي دي.

د طالبانو دغه والي نه دي ويلي، چې دغه تورن داعشیان له کومو ولايتونو څخه خوست ولايت ته تللي وو.

څه موده وړاندې خوست ته د دې ولايت د پوهنتون ورتلونکو مشرقیوالو استادانو وويل، چې طالبانو په لار کې ودرولي او خوست ته يې له دې کبله د ورتلو خنډ کيږي، چې مشرقيوال د داعش په پلوۍ تورنوي.

د افغانستان په مختلفو ولايتونو او له هغې ډلې په پلازمېنه کابل کې هم طالبان په وروستيو کې د داعش ډلې پرضد د عملیاتو او لاسته راوړنو خبرونه ورکوي.

طالبان ظاهرا یاده ډله جدي ګواښ نه ګڼي، خو په يو شمېر ختیزو او سويلي ولايتونو کې د طالبانو په ضد د داعش فعالیتونو ان د طالبانو يو مهم سیمه ییز متحد روسيه انديښمنه کړې ده.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، چې تېره اونۍ يې په کابل کې پر سفارت داعشیانو غوښتل شوي برید وکړي، خو طالبانو یې بريد خنثی کړی او ۵ داعشیان یې وژلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب