Homeخبرونهد امريکا لوړ پوړې استازې پاکستان سره پر افغانستان خبرې کړي

د امريکا لوړ پوړې استازې پاکستان سره پر افغانستان خبرې کړي

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ویندی شیرمن پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې مېرمن شيرمن د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قريشي سره ليدلي او د افغانستان په اړه يې بحث او د نظرونو تبادله ورسره کړې ده.

د اعلامیې له مخې، دواړو لوريو په سيمه کې د وروستي بدلونونه او دوه اړخيزې اړيکې هم بحث کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستیالې په حواله لیکل شوي، چې امريکا او پاکستان د افغانستان په اړه ګډ لیدلوری لري.

پاکستان زیاته کړې، چې د کابل له نوې ادارې څخه تمه لري، څو د امنيت او ثبات د ټينګښت ترڅنګ د ټولو افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره کار وکړي.

خپله مېرمن شيرمن بيا پر خپل ټویټر ليکلي، چې اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې يې د افغانستان د وضعیت‌ او راتلونکي په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره خبرې وکړې.

مخکې نوموړې په يوه بل ټویټ کې لیکلي وو، چې د پاکستان د ملي امنیت امنيت له سلاکار سره يې د متحده ايالاتو او پاکستان د همکارۍ د ساحې په اړه خبرې اترې کړي دي.

دغې لوړپوړې امريکايي ديپلوماتې له پاکستان څخه مخکې هندوستان ته سفر کړی و.

د سفر په جریان کې نوموړې ويلي وو، چې د افغانستان په اړه له هندوستان سره ګډ ليدلوری لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...