Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د ځانګړي راپورتر د ګومارلو...

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د ځانګړي راپورتر د ګومارلو هرکلی وکړ

تاند (جمعه، د میزان ۱۶) د بخښنې نړیوال سازمان د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا له لوري افغانستان ته د ځانګړي راپورتر د ټاکلو هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د ملګروملتو د قوي څارنې لور ته لومړنی مهم ګام دی.

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا پرون (پنجشنبې) د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي راپورتر پر ټاکلو سلا وکړه څو په دې هیواد کې د طالبانو او نورو ښکېلو خواوو د سرغړونو په هکله پلټنې وکړي.

دا پرېکړه د چین، پاکستان او روسیې په شمول د ۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۸ موافقو رایو تصویب شوه.

د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر به په مارچ میاشت کې کار پیل کړي او ملګري ملتونه به د حقوقي مسلو د څېړنې، عدلي طب او د ښځو د حقونو په برخو کې د متخصصانو مرسته ورسره وکړي.

د دغه راپورتر ټاکل د ملګروملتو له لوري د بشري حقونو د وضعیت د څارلو د پیاوړتیا لور ته یو مهم لومړنی ګام بلل شوی دی.

خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران شدت ته په کتو د امنیت شورا پرېکړه لیک هغسې کلک ځواب نه دی چې د بشري حقونو د شورا له لوري یې دوی تمه لرله.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي چې یو نړیوال او خپلواک میکانیزم چې د اسنادو او شواهدو د ټولولو توان ولري، ډېر مهم دی.

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا وروسته له دې د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر وګوماره چې په سپټمبر کې د بخښنې نړیوال سازمان له ۵۰ نورو سیمه ییزو او نړیوالو موسسو سره یوځای د ملګروملتو له غړیو هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو لپاره یو حقیقت موندونکی یا دې ته ورته کوم استازی وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...