Homeخبرونهسمنګان کې يوه ځوان د طالب د والي دفتر مخکې ځانته اور...

سمنګان کې يوه ځوان د طالب د والي دفتر مخکې ځانته اور واچوه

تاند:( جمعه، د ميزان شپاړسمه) ‏د سمنګان ولايت په مرکز ایبک ښار کې پرون يوه ځوان د طالبانو د والي د دفتر مخکې ځانته اور اچولی دی.

د افغانستان اينډپينډيټ رسنۍ په حواله، دغه ځوان محمد ظريف نوميده.

ويل شوي، چې هغه په پرله پسې ډول طالبانو ته په شکايت ورغلی او د خپل ورور د قاتل نیولو غوښتنه يې کړې، خو طالبانو یې عرض نه دی اورېدلی.

د سیمې یو شمېر اوسیدونکو يادې رسنۍ ته ويلي، چې دغه ځوان پرله پسې عرض ته يې د طالبانو د نه پاملرنې له کبله بالآخره د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راغلی او ځانته يې اور اچولی دی.

ويل شوي، چې د دغه ځوان مور او د طالبانو د والي ساتونکو د نوموړي د ممانعت هڅه کړې، خو په ژغورلو یې نه دي توانېدلي.

سرچينې نه ده روښانه کړې، چې د ياد شوي ځوان ورور څه کاره و، کله، په څه دلیل او څنګه چا وژلی او طالبانو يې ولې د ورور تورن قاتل نه نیوه؟

طالبانو هم د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د هېواد له مختلفو سيمو څخه د ځوانانو د ځان وژنې خبرونه زيات شوي.

د نورو ډېرو ځان وژنو لوی دليل، د دغه عمل د سرته رسونکو شديد اقتصادي او بشري ناورين ګڼل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...