شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهداعش ډلې د کندوز د سیداباد د حملې مسوولیت ومانه

داعش ډلې د کندوز د سیداباد د حملې مسوولیت ومانه

تاند (جمعه، د میزان ۱۶) داعش یا د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د کندوز د سیداباد د سیمې د شیعه افغانانو په جومات کې د انتحاري برید مسوولیت ومانه.

د طالبانو د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ريیس پر اساس په دې برید کې ۴۶ تنه وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

داعش ویلي چې دا انتحاري برید، چې دا ترهګره ډله یې استشهادي بولي، د دوی یوه غړي چې محمد الایغوري کړی دی.

د داعش اشاره دې ته ده چې حمله کوونکی د چین د شین جین یا سن کیانګ ایغور دی.  دې ډلې د اګست په وروستیو کې د کابل د حملې مسوولیت هم په غاړه اخیستی و او حمله کوونکی یې الوګري بللی و.

د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه دله ادعا کوي چې د کندوز د سیداباد په جومات یې ۳۰۰ تنه وژلي یا ټپیان کړي دي.

1 COMMENT

  1. TALIB JANAH YOU ARE FROM NOW ARE LEFT BEHIND.
    YOU CAN NOT BRING SECURITY. LOOK TO KUNDOZ

    YOU CAN NOT FIND JOBS AND CAN NOT GIVE FOOD TO NATION
    YOU HAVE BETWEEN SELF INTERNAL ISSUE,YOUR FIGHT WAS FOR JUST POWER.
    OPIUM GROWING MORE FROM EVER.
    WOMENNS RIGHT ARE NOT IN MIND.
    DOOR OF EDUCATION ARE CLOSED FOR WOMENS..
    SHORTLY YOU CAN NOT RUN THE GOVERNMENT.
    INVITE BACK DOCTOR GHANI TO BRING SUCCESS FOR THIS COUNTRY
    THANK YOU
    AFGHANS ARE UNHAPPY AND TRY TO FLEE

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب