جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمسکو د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

مسکو د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی وايي، مسکو غواړي چې د روان اکتوبر په شلمه د افغانستان په اړه د خبرو لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې، دا خبره ضمیر کابلوف وکړه خو نور جزییات یې څرګند نه کړل.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د روسیې دیپلوماسي تر پخوا زیاته فعاله شوې ده.

د سې شنبې په ورځ / اکتوبر ۵/ د روسیې ولسمشر د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

تاجکستان د ملي مقاومت جبهې مشرانو او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته پناه ورکړې ده.

مسکو په مارچ میاشت کې، چې لا طالبانو واک ته نه و رسېدلي، د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ کړ چې په پای کې یې د امریکا متحدو ایالتونو، چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د هماغه مهال له ښکېلو خواوو (د افغانستان جمهوري حکومت او طالبان) وغوښتل جګړه بس کړي او سوله وکړي.

دوی پر طالبانو ږغ وکړ چې سږ کال پسرلني عملیات پیل نه کړي.

د افغانستان لپاره د پوتین استازي ویلي چې د اکتوبر د شلمې نېټې کنفرانس ته به طالبان هم وروبولي. خو د ملي مقاومت جبهې یادونه یې نه ده کړې. د مسکو په ګډون ډېر هیوادونه فکر کوي چې د ملي مقاومت جبهه عملاً ماته شوې ده.

1 COMMENT

  1. د ملي توری یا کلمه خو ځانته ځانګرې مانا او مفاهیم لري. په یوه ملي عمل کې که ټول نه وي، د ټولنې یو لوی اکثریت برخه اخلي او سر ته رسول یې خپله فریضه بولي. دوی چې وایي د ملي مقاومت جبهه، نو دا تش په نامه د ملي مقاومت جبهه (چې څرک یې نه لګېږي) واقعاً ملي ده؟ ایا په دې تش په نامه مقاومت کې څو مره خلک ورسره شریک دي؟ دا خبرې په درد نه خوري. لنډغرو د ځان لپاره یوه بوختیا جوړه کړې او نور څه نشته. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب