جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو د لومړۍ واکمنۍ د نړيدو ۲۰ مې کليزې ته يې نرم...

طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د نړيدو ۲۰ مې کليزې ته يې نرم او محتاطانه غبرګون وښود

تاند:( پنجشنبه، د ميزان پینځلسمه) د طالبانو اسلامي امارت د دوی پر مخکينۍ واکمنۍ د امريکا متحده ايالاتو د بريد د شلمې کلیزې په مناسبت له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې هيله کړې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دوی ۲۰ کاله وړاندې د ملکي هیوادوالو د تلفاتو او په ښارونو کې د تخریب د مخنیوي هدف د لنډ مهال له پاره ظاهرا له ښارونو څخه خپل ځواکونه وایستل.

د دوی په نظر، امریکا یي یرغل په تیرو شلو کالو کې امریکایي ولس ته له ځاني تلفاتو او بې شمیره مالي مصارفو پرته بل څه نه درلودل او دغه راز د همدې یرغل په پایله کې زرګونه افغانان شهیدان، معیوب، او بې کوره شول.

طالبان زياتوي: ((دا چې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هیواد څخه خپل ځواکونه وایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي، چې زموږ په هیواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هېڅکله یې هم په اړه باید فکر ونکړي.))

د طالبانو اسلامي امارت هیله ښودلې، چې ملګري ملتونه، د نړۍ بډایه هیوادونه او نور بیلابیل سازمانونه د افغانانو لاس نیوی وکړي.

طالبانو غوښتنه کړې، چې نړيوال دې خپلې مرستې او کومکونه د سیاسي فشارونو وسیله ونه ګرځوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې دې د صادقانه همکارۍ په روحیه د مسائلو حل ته راوړاندې شي.

طالبانو له مشخص نوم اخيستو پرته د افغانستان اوسنۍ ستونزې د تېرو شلو کلونو ( چې دوی اشغالي کلونه ګڼلي) اړوندې بللي او په حل کې يې د نړيوالو د مرستو غوښتلو تر څنګ ويلي، چې افغانان دې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه تصميم نيولو ته پريښودل شي.

د خپلو نورو ډېرو اعلاميو په توپير طالبانو په دې اعلاميه کې نه دي ويلي، چې ګواکې امريکا او متحدينو ته يې په افغانستان کې ماتې ورکړې يا يې پر ضد جهاد کړی دی.

طالبانو همداشان په ضمني ډول منلې، چې امريکا د دوحې تړون په اساس له افغانستان څخه خپل ځواکونه ويستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب