جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+عبدالرزاق ګورنه د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله

عبدالرزاق ګورنه د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۵) په سویډن کې د نوبل اکاډیمۍ نامتو ناول لیکوال عبدالرازق ګورنه د سږ کال د ادبیاتو د جایزې ګټونکی اعلان کړ.

ګورنه په ۱۹۴۸ م کال د ختیځې افریقا د تانزیانیا هیواد په زینزیبار (زنجبار) کې زېږېدلی. په ۱۹۶۸ م کال د زده کړو لپاره بریتانیا ته لاړ او اوس د دغه هیواد په کینټ پوهنتون کې ادبیات تدریسوي.

دی د واسافیري مجلې چلوونکی هم دی.

د ده لومړی ناول د روانېدو خاطره (Memory of Departure) نومېږي چې په ۱۹۸۷ کې یې لیکلی دی. ورپسې یې په ۱۹۸۸ کې (Pilgrims Way) او په ۱۹۹۰ کې (Dottie) ناولونه خپاره شول.

خو (Paradise) یا جنت د ګورنه تر ټولو مشهور ناول دی چې په ۱۹۹۴ کې چاپ شو. دې ناول، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د ختیځې افریقا تر استعمار لاندې ژوند انځوروي، د بوکر جایزه ګټلې ده.

په ۱۹۹۶ کې یې (Admiring Silence) ناول چاپ شو. دا ناول د یوه ځوان کیسه ده چې له زینزبار څخه ځي او انګلیستان ته مهاجرت کوي. هلته واده کوي او معلم کېږي. شل کاله وروسته خپل اصلي ټاټوبي ته راګرځي.

ګورنه د بریتانیا په برایټن کې اوسي او اوسي او وروستیو ناولونو یې، چې یو (Desertion) په ۲۰۰۵ کې او بل (The Last Gift) په ۲۰۱۱ کې چاپ شوي، د کامن ویلت د لیکوالو د ۲۰۰۶ کال جایزه ګټلې ده.

ګورنه ټولټال ۱۰ ناولونه او یو شمېر لنډې کیسې لیکلي دي.

ده په خپلو ناولونو کې پر خپل هیواد تانزانیا د استعمار اغېزې او د کلتورونو ترمنځ د کډوالو برخلیک انځور کړي دي.

ګورنه خپل ناولونه په انګلیسي ژبه کښلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب