جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان خارجه وزیر کابل ته راغلی

د ازبکستان خارجه وزیر کابل ته راغلی

تاند:( پنجشنبه، د ميزان پینځلسمه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزيز کاملوف نن په یوه سفر کابل ته راغی او د طالبانو له بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې ولیدل.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د رسمي نشراتي ارګان په توګه فعاليت کوي، د دې ليدنې په اړه ليکلي، چې ازبکستاني وزير په نړيواله کچه د طالبانو د ژر په رسميت پېژندلو خبر ورکړی.

د سرچينې په حواله، عزيز کاملوف دا هم ويلي چې د طالبانو اسلامي امارت به پیاوړی او په قوت سره يې نړۍ ومني.

باختر آژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې د طالبانو د پياوړتيا او په رسميت پېژندل کيدو دليل به څه وي؟

ازبکستان خپله لا طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو ويل کيږي چې د روسیې په فشار له څو کلونو راهيسې طالبانو سره ښې اړيکې لري.

د سیمې ځینې نور هېوادونه هم طالبانو سره ښو اړيکو ته متمايله ښکاري، خو د طالبانو د تر ټولو نيږدې مدافع هېواد پاکستان په ګډون تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد د واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

طالبان د نه په رسميت پېژندل کيدو او فلجې حکومتولۍ له کبله په کور دننه هم له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ټولو قیوداتو باوجود نيږدې هره ورځ د اوج ته رسېدلي فقر، اقتصادي او بشري ناورين پر ضد اعتراضونه کيږي او څرګندوي، چې د طالبانو له حکومت سره خلک ناخوښه دي او دا واکمني به په همدې ډول دوامداره نه وي.

طالبان بيا ډاډ ورکوي، چې د خدای تعالی په نصرت به د افغانستان اوسنۍ ستونزې حل او د دوی په وینا، اسلامي نظام قایم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب