Homeخبرونهد طالبانو امر بالمعروف په هوټلونو کې د ودونو لپاره خپل اصول...

د طالبانو امر بالمعروف په هوټلونو کې د ودونو لپاره خپل اصول وضع کړي

تاند:( پنجشنبه، د ميزان پینځلسمه) د طالبانو د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هوټلونو کې د ودونو لپاره خپل اصول وضع کړي.

د دغه وزارت چارواکو پرون د کابل د يادو هوټلونو مشران ور غوښتي او خپل اصول يې ورته بيان کړي.

د‌ دغو اصولو له مخې، په هوټلونو کې واده کوونکي په ژوندۍ بڼه موسيقي نه شي لرلای، د نارينه او ښځينه وو سالون به له پارټيشن پرته جلا کيږي او د نکاح مراسم به له ډوډۍ ورکولو وروسته سرته رسيږي.

مخکې په ودونو کې ژوندۍ موسيقي دود وه، خو د نارينه او ښځينه وو سالونونه د پارټيشن په وسيله بېلېدل.

طالبانو ياد شوی پارټيشن رد کړی او ویلي، چې د نارینه او ښځینه وو غږونه ترې تبادله کیدای شي.

طالبانو دا پريکړې په داسې مهال کړي، چې په هوټلونو کې ودونه او د ښادۍ نور مراسم د پخوا په پرتله حد اقل کچې ته را ښکته شوي دي.

له دې سره، په افغانستان کې د فقر، اقتصادي او بشري ناورين سطحه په اوج کې ده، چې له کبله يې د نړيوال خوراکي سازمان په حواله سمدستي د يو ميليون افغان ماشومانو ژوند ‌د مرګ له شديد ګواښ سره مخ دی.

ويل شوي، چې دمګړۍ ۱۴ ميليونه افغانان، چې ۳ ميليونه يې ماشومان دي، په منظم ډول درې وخته د نس مړولو خواړه نه لري.

د طالبانو يادو پريکړو ته په کتو سره، خلک نیوکه لري، چې طالبان د حکومتولۍ او د مرګ ګواښ سره د لاس و پنجو نرمونکو میلیونونه خلکو ژغورلو ته د پاملرنې پر ځای په نورو بې لومړیتوبه چارو اخته دي.

طالبان بيا وايي، چې اقتصادي بحران به د‌ خدای تعالی په نصرت حلوي، خو د اسلامي شريعت نافذول ورته لومړیتوب دی، ځکه د دوی په وینا د دې هدف لپاره یې دوه لسيزې جنګ کړی دی.

2 COMMENTS

  1. دا دومره چیغی وینې تویول مرګونه او قتلونه چی اسلامی نظام جوړو ټول پدی خاطر و چی زموږ هیواد کی په ودونو کې موسیقی و او همدا کار زموږ هیواد په يو غیر اسلامی هیواد بدل کړی و … توبه خدایه د دوی ټول فکر و ذکر همدا میرمنی دي ته به وائی دا هیواد هیڅ بله ستونزه نلري، طالبان زموږ د خلکو د خوښیو او خوشحالیو دښمنان دي نن سبا په سعودی عرب کی د خوښیو په ورځو لکه ملی ورځ او ودونو کی موسیقی منع نده خو طالبانو موسیقی منع کړی سړی د دوي په افکارو حیرانیږي لطفا دا لاندی لینک وګوری چی د سعودی نجونی خپل ملی ورځ کی ترانی او سندری وائي

    https://m.youtube.com/watch?v=aWPmdaFVaWo

  2. دا دومره چیغی وینې تویول مرګونه او قتلونه چی اسلامی نظام جوړو ټول پدی خاطر و چی زموږ هیواد کی په ودونو کې موسیقی و او همدا کار زموږ هیواد په يو غیر اسلامی هیواد بدل کړی و … توبه خدایه د دوی ټول فکر و ذکر همدا میرمنی دي ته به وائی دا هیواد هیڅ بله ستونزه نلري، طالبان زموږ د خلکو د خوښیو او خوشحالیو دښمنان دي نن سبا په سعودی عرب کی د خوښیو په ورځو لکه ملی ورځ او ودونو کی موسیقی منع نده خو طالبانو موسیقی منع کړی سړی د دوي په افکارو حیرانیږي لطفا دا لاندی لینک وګوری چی د سعودی نجونی خپل ملی ورځ کی ترانی او سندری وائي

    https://m.youtube.com/watch?v=aWPmdaFVaWo

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...