Homeخبرونهد بغلان په اندراب کې د طالبانو او مقاومت ځواکونو د نښتې...

د بغلان په اندراب کې د طالبانو او مقاومت ځواکونو د نښتې خبر ورکړل شوی

تاند:( پنجشنبه، د میزان پینځلسمه) راپورونه وايي، چې تېره شپه د بغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو او د دوی مخالفو مقاومت ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې شوي.

په اندراب کې د مقاومت ځواکونو مشر غني اندرابي ويلي، چې دا نښته تېر ماښام هغه مهال پيل شوه، چې طالبانو پر خنج سيمې برید وکړ.

د نوموړي په وينا، دوی دغه برید په شا تمبولی او د نښتې پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور اسیران شوي.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

غني اندرابي، چې په وروستيو کې يې د طالبانو پر ضد په اندراب کې د وسله وال مقاومت اعلان کړی، د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود خپل رهبر ګڼي.

طالبانو بيا ويلي، چې د پنجشېر له نيول کيدو او تاجيکستان ته د احمد مسعود له تېښتې سره د دوی پر ضد د مقاومت لړۍ پای ته رسیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...