یوه ولسي کیسه ده چې په یوه پاچاهي کې به ښامار هره ورځ ډېر کسان داړل. د ښامار له منځه وړل د هېچا له وسه پوره نه وو.
پاچا اعلان وکړ، هر چا چې ښامار وواژه، خپله لور به ورته واده کړي.
وايي:
یو ځوان چې مومن خان نومېده، د مزدورۍ په خاطر دې پاچاهۍ ته لاړ. کله چې له یوه ځنګله تېرېده، ناڅاپه ښامار ورباندې حمله وکړه. مومن خان هم خپله توره له تیکې راوایستله او له ښامار سره په جګړه شو. له ډېرې سختې جګړې وروسته يې ښامار وواژه. د ښامار له خولې يې لعل او له تنې يې د سرو زرو پټه را واخستل او پر خپله لار روان شو.
کله چې خلک د ښامار له وژلو خبر شول، هر چا به په منډه خپله توره په ښامار کې سره کړه او پاچا ته به ورغی، چې ښامار ما وژلی دی. دا ډول کسان یو نه و، دوه نه وو، په زرګونو د ښامار د وژلو او د پاچا د لور د غوښتلو دعوا کوله. پاچا هم نه پوهېده چې اصلي توره چا کړې ده.
پاچا نه پوهېده چې لور چا ته واده کړي، خپل هوښیار وزیر يې راوغوښت او په دې هکله يې ترې مشوره وغوښتله، چې څرنګه معلوم کړي چې ښامار چا وژلی او لور چا ته ور واده کړي.
وزیر چې هوښیار سړی و، پاچا ته يې وویل، چې ښامار به هغه چا وژلی وي چې د ښامار د خولې لعل او د تنې د سرو زرو پټه ور سره وي. دا چې هر څوک خپله توره په مړه ښامار کې سره کوي او وايي چې ښامار ما وژلی دی، ناسمه خبره ده.
پاچا له دې وروسته اعلان وکړ، هر چا چې ښامار وژلی وي، د ښامار د خولې لعل او د تنې د سرو زرو پټه دې د نښې په توګه راوړي.
وروسته په خلکو کې دا خبره پاتې شوه:
وايي
د مومن خان ښامار دی، هر څوک په کې خپله چاړه سره کوي.
تجربې ښودلې ده چې، تر بریا وروسته د اصلي اتلانو پر ځای په سلګونو فرعي اتلان را منځته کېږي، همدغه فرعي اتلان بیا د نظام پښې غوڅوي، په خپله غوړه مالۍ نظام بدناموي او هغه کارونه تر سره کوي چې په هېڅ ډول د نظام د پایښت سبب نه ګرځي.
که له لومړي سره په یوه نوي را منځ ته شوي نظام کې د غوړه مالانو، چاپلوسانو، مفسدینو او د ابن الوقت کسانو مخه ونه نیول شي، وروسته چې ښه چاغ شي بیا يې چاره مشکله کېږي.
په اکثرو نظامونو کې ستونزه دا وي، چې توره یو څوک کوي، خو امتیاز یې نور سیاستوال اخلي. ځکه خو زیات وخت په حکومت کې دننه نور حکومتونه او ډلې ټپلې ایجادېږي، چې کله د اپوزیسیون بڼه خپلوي، کله هم د وسلوال مقاومت.